ترمپ له جنرال عاصم منير سره تر ملاقات وروسته څه وويل؟
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهد امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۱۸) په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منیر، غرمنۍ ته دعوت کړی وو او دواړو مشرانو د منځني ختیځ د وضعيت په ګډون پر يو شمیر موضوعګانو خبرې کړي دي.
په سپينه ماڼۍ کې تر ډوډۍ وروسته له رسنيو سره د خبرو اترو پر وخت ترمپ، امريکا ته د سفر له کبله د پاکستان د پوځ له مشر څخه مننه وکړه او له هند سره د شخړې د لا پراخیدو د مخنيوي په برخه کې یې د عاصم منير، پر نقش اعتراف وکړ.
اړونده موضوع: د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي
ترمپ، وويل: «له عاصم منیر، سره ملاقات زما له پاره د وياړ خبره ده. ما نوموړې له دې کبله رابللی چې د جګړې د درولو له وجې ترې مننه وکړم. هغه د اوربند د ساتنې په برخه کې د مرستې له امله د ستايلو حقدار دی.»
په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ، له لوري د عاصم منير، کوربتوب یو غير معمولي کار بلل شوی دی. دا د خپل ډول لومړۍ ليدنه کتنه وه چې په ترڅ کې یې يوه امريکايي ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان د ملکي چارواکو په نه شتون کې د پوځي مشرتابه کوربتوب وکړ.
داسې انګېرل کيږي چې په پاکستان کې د ملي امنيت اړوندو تګلارو باندې د پوځ نفوذ اصلي خبره ده او همدا علت دی چې د پوځي مشر اهمیت ډېر دی.
ترمپ د ليدنې کتنې په اړه نور څه ویلي؟
په سپينه ماڼۍ کې دا ملاقات د هند او پاکستان ترمنځ تر تازه ترينګلتياو وروسته رامنځته شو. د مي میاشتې په سر کې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا هغه وخت خپل اوج ته ورسېدله چې هند د کشمير په پهلګام سيمه کې د بريد پړه پر پاکستان ور واچوله او پر دغه هېواد یې برید وکړ.
پاکستان د هند دغه تورونه په کلکه ردوي او د پهلګام د بريد د بې پرې او رڼو څېړنو وړاندیز یې کړی وو خو کله چې هند برید وکړ نو پاکستان یې هم ځواب ورکړ او په دې توګه دواړه هېوادونه د يوې جګړې تر پولې ورسېدل.
خو د ترمپ، ادارې د خبرو اترو او زغم پر اهميت د ټينګار په کولو سره اوربند رامنځته کړ چې اوس هم پر ځای دی خو وضعيت لا هم ترينګلی دی.
دا هم ولولئ: پاکستان: ولې د عمران خان پلويان د ترمپ بريا ته ليوال دي؟
ولسمشر ترمپ، له عاصم منیر، سره تر ملاقات وروسته له رسنيو سره په دې تړاو د خبرو اترو پر وخت وويل چې هند او پاکستان دوه اتومي ځواکونه دي. هغه وويل: «موږ له پاکستان سره د سوداګریز تړون په اړه خبرې اترې کوو. د دواړو هېوادونو [هند او پاکستان] مشرتابه په رښتيا د ستاينې وړ دي.»
کله چې له ترمپ، څخه وپوښتل شول چې له دې ملاقاتو څخه یې څه لاس راوړل غوښتل، نو ترمپ وويل: «ښه نو.... ما جګړه ودروله. زه له پاکستان سره مينه لرم. زه په دې آند يم چې [د هند لومړی وزیر] مودي، هم يو بې مثاله سړی دی. ما ورسره همدا تېره شپه خبرې وکړې. موږ د مودي، له هند سره سوداګریز تړونونو د رامنځته کولو په حال کې يو.»
مودي د ترمپ له خبرو سره موافق نه دی
ترمپ، يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند ده رامنځته کړی وو او ویې ويل: «خو ما د پاکستان او هند ترمنځ جګړه درولې وه. د پاکستان له لوري په اوربند کې دې سړي [عاصم منیر] او د هند له لوري مودي، او نورو ډېرو بانفوذو خلکو نقش لوبولی.»
ترمپ، همدا راز زياته کړه: «هغوی پر دې لوري [د جګړې] روان ول او دواړه اتومي هېوادونه دي، ما هغه [جګړه] ودروله.»
اړونده موضوع: وینس: پاکستان دې د کشمیر حملې په تړاو له هند سره همکاري وکړي
خو د ترمپ، دا څرګندونې د مودي، له څرګندونو سره توپير لري چې تېره ورځ یې ويلي ول چې له ترمپ، سره د تليفوني تماس په ترڅ کې یې هغه ته وويل چې اوربند د هند او پاکستان د پوځيانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې رامنځته شوی وو او امريکا پکې هیڅ نقش نه درلود.
بل لوري ته پاکستان هم د منځګړيتوب له کبله په واشنګټن کې له حکومت څخه مننه وکړه خو د هند دريمګړي د منځګړيتوب خبره په وار وار سره ردوي.
د ایران پر موضوع هم خبرې وشوې
ولسمشر ترمپ، وويل چې د پاکستان د پوځ له مشر سره یې په ليدنه کتنه کې د ایران په اړه خبرې وکړې او دواړو د منځني ختیځ پر تازه شخړې هم نظرونه سره تبادله کړل.
ترمپ، وويل: «دی ایران ډېر ښه پيژني، د نورو په پرتله په ښه توګه او دا چې دی ]ترمپ] له هيڅ شي هم خوښ نه دی.»
ترمپ، وويل چې پاکستان له ایران او اسرائيل دواړو سره پيژني خو د نږديوالي او د اوږدې مودې سيمه ایزو تحرکاتو له کبله د ایران په اړه ژور بصيرت لري.
اړونده موضوع: بلومبرګ: امریکا پر ایران حملې کولو ته تیاری نیسي
هغه وويل: «داسې نه ده چې له اسرائيل سره ښه نه دی، هغه دواړه پيژني خو ښايي ایران لا ښه وپيژني. هغه [عاصم منير] به هم زما نظر تائيد کړي.«
بل لوري ته پاکستاني چارواکي او کارپوهان وايي چې د پوځ له مشر عاصم منیر، څخه د دې تمه کیدله چې پر ولسمشر ترمپ، د دې له پاره فشار وارد کړي چې له ایران سره د اسرائيل په جګړه کې شامل نه شي او د اوربند هڅه وکړي.
دا چې تهران له امريکا سره سفارتي اړيکي نه لري له دې کبله په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت يوه برخه په امريکا کې د ايران د ګټو استازولي کوي.
مهم ديپلوماتيک پرمختګ
له عاصم منیر، سره د ترمپ، ليدنه کتنه د متحده ايالاتو او پاکستان په اړيکو کې د يوه ستر پرمختګ په توګه انګیرل کیږي.
د ترمپ، په لومړۍ دوره او بيا یې د ځای ناستي جو بایدن، په دوره کې د دواړو هېوادونو اړيکي سړې وې ځکه متحده ايالاتو د چين سره د مقابلې له پاره د پاکستان د پامه په غورځولو سره له هند سره دوستۍ ته د ودې له پاره کار کاوه.