ترمپ پر ځينو هېوادونو لګول شوې تعرفي ۹۰ ورځي وځنډولي
۱۴۰۴ فروردین ۲۱, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له اضافي تعرفو د اغیزمنو شويو هېوادونو له پاره د تعرفو د ۹۰ ورځو مودې له پاره د ځندولو اعلان کړی دی.
ترمپ، له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د تعرفو د ځندولو په تړاو وويل چې ده درک کړی ده چې خلک د تعرفو په تړاو «يو څه ویريدلي دي» او د «د تمې خلاف عمل کوي.»
ترمپ، وويل چې د تعرفو وقفه پر هغو هېوادونو صدق کوي چې په غچ اخيستنه یې لاس نه وو پورې کړی، چې دا تشريح کوي ولې د چين تعرفې نه دي ځنډول شوي.
اړونده موضوع: لس سلنه تعرفه؛ افغانستان امریکا ته کوم توکي صادروي؟
چین د چهارشنبې په ورځ د امريکا د ۱۰۴ سلنه اضافي تعرفو په ځواب کې پر امريکايي توکو په ټولیزه توګه د ۸۴ سلنه تعرفی اعلان کړی وو چې په غبرګون کې یې ترمپ، هغه ۱۲۵ سلنه ته لوړه کړه.
ترمپ، وویل: «چين غواړي يوه معامله وکړي خو نه پوهيږي چې په دې تړاو څرنګه عمل وکړي.... شي [جين پينګ] يو ویاړلی سړی دی..... دوی نه پوهيږي څرنګه پرمخ ولاړ شي خو دوی به يوه لاره پيدا کړي.»
د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سکوت بريسنت، هم د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او ویې ويل چې د له انفرادي هېوادونو سره مذاکرات به «د هر هېواد له پاره ځانګړي» وي، معنا دا چې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې به د يو لړ بالقوه تړونونو په اړه خبرې اترې وشي.»
اړونده موضوع: د ترمپ ګمرکي تعرفې: اروپايي اتحاديه متقابلو اقداماتو ته چمتووالی نيسي
بريسنت، هڅه وکړه چې خبريالان قانع کړي چې د تعرفو د ځنډولو پريکړه د تعرفو پر تګلارې د بازارونو د منفي غبرګون سره هیڅ تړاو نه لري.
نوموړي وویل چې له ترمپ، سره د «يکشنبې په ورځ ډېرې اوږدې خبرې اترې وکړې او دا چې دا د نوموړي يوه تګلاره وه» او ولسمشر «چين په يوه ډېر ناوړه دريځ کې درولی دی.»
د تعرفو د ۹۰ ورځو له پاره ځندولو ته غبرګون
د کانادا لومړي وزير مارک کارنی، د چهار شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو په په يوه پېغام کې وويل چې د ترمپ دا ګام د «نړيوال اقتصاد له پاره يو ډېر ښه ګام دی.»
نوموړي د ايکس شبکې له لارې زياته کړه: «لکه څرنګه چې پرې ما او ولسمشر ترمپ، توافق کړی وو، د امريکا ولسمشر او د کانادا لومړی وزیر به د نويو اقتصادي او امنیتي اړيکو په اړه تر فدرالي ټاکنو سملاسي وروسته خبرې اترې پيل کړي.»
اړونده موضوع: ترمپ امریکا ته د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه اعلان کړه
د آلمان د مسیحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات ګوندونو ترمنځ په آلمان کې د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر تر توافق وروسته مشران په دې هم وپوښتل شول چې پر اروپايي اتحادیې د لګول شویو تعرفو په رڼا کې به ولسمشر دونالد ترمپ، ته د دوی ځواب څه وي.
په دې ترڅ کې د آلمان احتمالي راتلونکي صدراعظم فریدرش میرڅ، وویل: «دونالد ترمپ ته يو مهم پيغام دا دی چې آلمان بيرته خپل مسير ته راستون شوی دی.»
میرڅ، وویل چې آلمان چمتوی دی خپل دفاعي لګښتونه ډېر کړی خو دا هم چې آلمان غواړي د تجارت په برخه کې هم خپله د سيالۍ وړتيا ته ود