ترکيه کې د روسیې او اوکراين ترمنځ مستقيم مذاکرات ترسره کيږي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۶, جمعهپه تیرو درو کلونو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې به دا لومړی ځل وي چې دواړه هیوادونه نیغ په نیغه خبرې اترې کوي. په همدې منځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ویلي دي چې هغه په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکراتو ته ډیر هیله من نه دی او د سولې له مذاکراتو څخه د پرمختګ تمې لرولو له پاره د ټرمپ او پوتین ملاقات اړین دی.
روبیو، د ترکیې په سویل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وورسته وویل: «زه فکر نه کوم چې مونږ به دلته کوم پرمختګ ته ورسیږو، تر هغې پورې چې ولسمشر ټرمپ، او ولسمشر پوتین، پر دې موضوع په مستقیم ډول خبرې ونه کړي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، تاییده کړې ده چې د استانبول مذاکراتو له پاره یو پلاوی استوي، خو د مسکو له خوا یې د ټیټې رتبې پلاوي پر استولو نیوکه کړې ده. خو د روسي پلاوي مشر ولایدیمر میدنسکي، چې د ولسمشر مرستیال دی، ټينګار وکړ چې د کرملین پلاوی ټول اړین صلاحیتونه لري.
ټرمپ څه ویلي؟
تر دې یوه ورځ مخکې ټرمپ، چې د منځني ختیځ په سفر تللی وویل چې د سولې په مذاکراتو کې مهم پرمختګ تر هغې پورې امکان نه لري، څو شخصاً هغه او پوتین نه وي لیدلي: «تر څو چې زه او پوتین یوځای نه شو، تر هغې به هیڅ ونه شي.» لیکن نوموړي زیاته: «خو مونږ باید دا حل کړو، ځکه ډیر خلک مړه کیږي.»
ټرمپ وویل که «مناسب» و د جمعې په ورځ به په ترکیه کې ترسره کیدونکو مذاکراتو کې ګډون وکړي، خو وروسته یې وویل چې هغه شاید بیرته واشنګټن ته لاړ شي.
د زیلنسکي غبرګون
ټاکل شوې وه چې د ترکیې، امریکا، اوکراین او روسیې پلاوي د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د روسیې-اوکراین د سولې پر موضوع خبرې اترې پیل کړې وای. خو د پنجشنې تر ماښامه پورې د دې له پاره کوم وخت ونه ټاکل شو، خو د یو شمیر رپوټونو په حواله ناسته به د جمعې په ورځ وشي.
که څه هم پوتین، پخپله د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی و او زیلنسکي هم امادګي ښودلې وه، خو د پنجشنبې په ورځ کرملین وویل چې د روسیې ولسمشر د سفر له امله په پلاوي کې شامل نه دی.
په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، سره تر ملاقات وروسته زیلنسکي، پر مسکو تور ولګاوه چې روسیه د ټیټې رتبې د پلاوي په استولو سره د ټرمپ، او اردوغان، بې حرمتي کوي او د روسیې له مشر سره یې شخصاً د ملاقات کولو چیلنج تکرار کړ.
هغه وویل: «د ملاقات هیڅ وخت معلوم نه دی، هیڅ اجنډا نشته، لوړ رتبه پلاوی نشته، دا د اردوغان، او ټرمپ، شخصي بې حرمتي ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې اوس هم جګړه روانه ده. روسیې ویلي دي چې پوځ یې د پنجشنبې په ورځ په ختیځ دونیڅک کې دوه کلي تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.
مسکو اوسمهال د اوکراین نږدې ۲۰ سلنه سیمه تر خپل کنترول لاندې لري. په دې کې د کریمیا ټاپو هم شامل دی چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې په غیر قانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق یا یوځای کړی و.