امريکا ته د سفر بنديز: پر ۳۶ نورو هيواونو هم غور کيږي
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبهرويترز خبري آژانس د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د هغو داخلي اسنادو په حواله راپور ورکړی دی چي وايي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ اداره امریکا متحده ايالاتو ته د ۳۶ نورو هيوادونو پر اتباعو باندي د بنديز لګولو په اړه غور کوي.
د رواني مياشتي په پيل کي د امريکا ولسمشر يوه رسمي اعلاميه لاسليک کړه چي له مخي يې د ۱۲ هيوادونو پر اتباعو باندي امريکا متحده ايالاتو ته پر سفر بنديز ولګيد. ترمپ وويل چي دا اقدام «د بهرنيو ترهګرو» او د ملي امنيت د نورو ګواښونو پر وړاندي د امریکا د خوندي ساتلو له پاره ضروري دی.
دغه لارښوونه د کډوالۍ په برخه کي د هغه سخت دريځ يوه برخه ده چي دونالد ترمپ سږکال د خپلي دوهمي دورې په پيل کي پيل کړ. په دې ترڅ کي په سونو وينزويلان په دې تور ايل سلوادور ته اخراج سول چي د بانډ غړي دي او همداراز د متحده ايالاتو په پوهنتونو کي د ځينو خارجي اتباعو د نوملیکني مخنيوی وسو.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په داخلي ديپلوماتيک مکتوب کي چي د ياد وزارت د وزير مارکو روبيو له خوا لاسليک سوی دی، د دغه وزارت تر پوښتني لاندي هيوادونو په اړه دولس اندېښنې په ګوته کړي دي او د اصلاحي اقدام غوښتنه يې کړې ده.
اندېښنې په څه اړه دي؟
په دغه مکتوب کي چي د اونۍ په پای کي لېږل سوی دی، راغلي دي: «دغه وزارت د اندېښنې وړ ۳۶ هيوادونه پيژندلي دي چي که په ۶۰ ورځو کي تعيين سوي معيارونه پوره نه کړي، ممکن متحده ايالاتو ته يې د اتباعو پر ننوتلو جزوي يا بشپړ بنديز ولګول سي.»
په ياد مکتوب کي راغلي دي چي د بهرنيو چارو وزارت له خوا په مطرح سوو اندېښنو کي په ځينو هيوادونو کي د يوه وړ يا همکار حکومت نشتوالی وو چي د اعتبار وړ د هويت اسناد چمتو کړي او بله اندېښنه د هغه هيواد د پاسپورت په اړه وه.
په مکتوب کي دغه راز راغلي دي چي ځينو هيوادونو د خپلو هغو اتباعو د ايستلو په برخه کي همکاري نه ده کړې چي له امريکا څخه يې د اخراج لارښوونه سوې وه. د ځينو هيوادونو اتباع بيا چي ويزه يې لا ختمه سوې وه په امريکا متحده ايالاتو کي پاته سوي دي.
د اندېښنې بل دليل د هغو هيوادونو په اړه وو چي اتباعو يې په امريکا متحده ایالاتو کي په ترهګريزو اقداماتو يا يهوديت ضد فعاليتونو کي لاس لری دی.
په دغه مکتوب کي راغلي دي چي دغه ټولي اندېښنې په ليست کي د ټولو ذکر سوو هيوادونو په اړه نه دي.
هغه هيوادونه چي که چيري په راتلونکو ۶۰ ورځو کي دغو اندېښنو ته رسېدګي و نه کړای سي او کيدای سي له بشپړ يا جزوي بنديز سره مخ سي: انګولا، انتيګوا او باربودا، بينين، بوتان، بورکينا فاسو، کابو ورد، کمبوديا، کامرون، کوټ ديوير، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت، جيبوتي، دومينيکا، ايتوپيا، مصر، ګابون، ګامبيا، ګانا، قرغزستان، لايبريا، مالاوي، موريتانيا، نايجر، نايجيريا، سينټ کيټس او نيويس، سينټ لوشيا، ساو توم او پرنسيپ، سینيګال، سويلي سوډان، سوريه، تنزانيا، تونګا، تووالو، يوګاندا، وانواتو، زامبيا او زيمبابوې، دي.
دا به د هغه بنديز د پام وړ پراختيا وي چي د رواني مياشتي په پيل کي اعلان سوو. هغه هيوادونه چي پر بنديز لګيدلی دی، افغانستان، ميانمار، چاد، د کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتيريا، هايتي، ايران، ليبيا، سوماليا، سوډان او يمن دي.