په امریکا ږغ راډیو کې د ډله ییزو ګوښه کولو لړۍ پیل شوه
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبهیوازې یوه ورځ وروسته له هغه چې ټولو کارکوونکو ته رخصتي ورکړل شوه، د قراردادي کارکوونکو ته یو ایمیل واستول شو چې د مارچ له پای څخه له دندو ګوښه شوي دي.
دغه ایمیل، چې څو کارکوونکو یې فرانس پرس خبري آژانس ته تایید کړی، قراردادي کارکوونکو ته پکښې ويل شوي: "تاسو باید سمدلاسه خپل ټول کارونه ودروئ، او تاسو ته اجازه نه درکول کېږي چې د ادارې ودانیو یا سیستمونو ته لاسرسی ولرئ."
قراردادي کارکوونکي د VOA د کاري ځواک لویه برخه جوړوي، په ځانګړي ډول د هغو غیر انګلیسي ژبو څانګو کې چې د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپرونې کوي. که څه هم، د دې دقیقې شمېرې لا معلومې نه دي. ډېر قراردادي کارکوونکي د امریکا اتباع نه دي، نو دا شونې ده چې د دوی د ویزو دوام هم د دندې دوام پورې تړلی و او اوس به له جدي ستونزو سره مخ شي.
دايمي کارکوونکي ګوښه شوي
د VOA دایمي کارکوونکي، چې زیات قانوني حقوق لري، سمدلاسه له دندو نه دي ګوښه شوي، خو اداري رخصت ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې کار ته دې نه حاضرېږي.
د امریکا غږ راډيو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جوړ شوه او د نړۍ په ۴۹ ژبو کې خپرونې لري چې موخه یې هغه هېوادونه وو چې د رسنیو آزادي پکې نشته. لیام سکاټ چې د VOA خبریال و تایید کړه چې هغه هم د مارچ له ۳۱ له دندې ایستل شوی دی.
طالبان؛ د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول د شريعت خلاف دي
نوموړي پر ايکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "د ترمپ ادارې د VOA او ورته رسنیو له منځه وړل د دغه حکومت د پراخې ادارې ضد پالیسۍ یوه برخه ده، خو دا هم د رسنیو او بیان ازادۍ پر ضد یو برید دی." هغه زياته کړې: "زه له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو ازادۍ څارم، خو هېڅکله مې په امریکا کې داسې حالت نه و لیدلی لکه په تېرو څو میاشتو کې."
د VOA خپرونې اوس د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ځینې څانګې یې د نوو موادو نشتوالي له امله یوازې موسیقي ږغوي.
د رسنیو د پراخ کمښت لپاره فرمان
ترمپ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۴مه) یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې د VOA اصلي اداره، یعنې د امریکا نړیوالو رسنیو اداره (USAGM) هدف ګرځوي. ياده اداره د ۲۰۲۳ مالي کال کې ۳۳۸۴ کارکوونکي درلودل او د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره یې ۹۵۰ میلیونه ډالر بودیجه غوښتې وه.
پاکستان د ناسمو معلوماتو خپرونکي ته د دريو کلونو بند سزا ټاکي
د لاسليک شوي فرمان له کبله رامنځته کېدونکو کمښتونو په پایله کې د ازادې اروپا راډیو يا ازادي راډیو (RFE/RL) چې د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي اتحاد ته خپرونې کولې، اغېزمنه شوه. ازادې آسیا راډیو (RFA) چې د چین، شمالي کوریا او نورو د سانسور سره مخ هېوادونو ته راپورونه چمتو کوي، هم د کمښت سره مخ شوې ده. راډیو فردا چې د فارسي ژبې راډیو ده او د ایران حکومت یې خپرونې بلاک کړي دي، هم اغېزمنه شوې. الحرة، چې د عربي ژبې شبکه ده او د قطر له الجزیرې سره د سیالۍ لپاره جوړه شوې وه، هم د بندېدو له ګواښ سره مخ ده.
"امریکايان به نور افراطي تبلیغاتو ته پیسې ورنکړي"
سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د امریکا مالیه ورکوونکي به نور د افراطي تبلیغاتو لپاره پیسې نه ورکوي." دا تورونه مخکې چا نه وو لګولي، ځکه چې VOA تل د کمونیزم پر ضد د امریکا مهمه وسیله ګڼل شوې وه. ترمپ چې د ایلان ماسک له مشورې سره حکومتي اداره کوچنۍ کول غواړي، ویلي يې دي چې د بهرنیو مرستو ډېرې برخې یې ختمې کړې او د ښوونې او روزنې وزارت ته هم جدي کمښت ورکوي.
چین او روسیه په دولتي رسنیو کې پانګونه کوي
چین او روسیه اوس په دولتي رسنیو کې پراخې پانګونې کوي چې د لوېدیځو روایتونو سره مقابله وکړي. چین د نړۍ پراخې برخې ته وړیا مواد وړاندې کوي چې د لوېدیځ رسنیز نفوذ کم کړي.
د چین دولت پلوه "ګلوبل ټایمز" ورځپاڼې د VOA د بندېدو په اړه ولیکل: "د لوېدیځو رسنیو د معلوماتو انحصار نور ماتېږي." په دغه ورځپاڼه کې مخ په وړاندې راغلي: "څومره چې امریکایان د معلوماتو له محدود چاپېریاله وځي او د نړۍ حقیقت ویني، د VOA تبلیغات به د وخت ملنډې وګرځي."