په بګرام هوايي اډه کې د امريکايي ځواکونو ويجاړ شوي سامانونه
بګرام هوايي اډه له کابو شلو کلونو راهيسې د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس له څه مودې راهيسې د دغي اډې خالي کول پيل شوي دي. ډېر توکي ويجاړ او غورځول شوي دي. ځيني په دې ويجاړو کې خپل بخت آزمايي.
هر څه ايستل اچول شوي؟
تاريخ ليکونکي کيدای شي يو وخت پر دې اختلاف سره ولري چې په افغانستان کې د امريکا له پوځي ماموريت څخه څه پاته شول؟ خو اوس لا روښانه ده چې څه چې عملاً «پاتيږي» هغه ډېر کباړ يا زاړه توکي دي.
دا کثافات به څه کیږي؟
کابو شل کاله د بګرام هوايي اډه د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس په داسې حال کې چې د امريکايي پوځ بشپړ وتلو ته تقریباً ۱۱ هفتې پاتې دي، هغوی ډېر وسايل يا خو له ځان سره وړلی شي او يا یې هم افغان امنيتي ځواک ته سپاري. خو ډېر هغه توکي چې نه انتقاليږي، ويجاړ کړل شوي دي.
د پوځي ماموريت پاتې شوي
په تېرو دوو لسیزو کې تر سلو زرو ډېرو امريکايي عسکرو په بګرام هوايي اډه کې دنده ترسره کړې ده. د کابل په شمال کې پرته دغه هوايي اډه په دغه موده کې په يوه کوچني امريکايي ښارګوټي بدله شوې وه: د سړک پر غاړه د فاست فوډ غرفې او رستورانتونه هم جوړ شوي ول. په انځور کې یې سړی ليدلی شي چې د لويديځ تمدن له لاسته راوړنو څخه څه شي باقي پاتې دي.
د چا له پاره کباړ او د چا له پاره د کار توکي
د بګرام اډې د دروازې دباندې دغه انبار د ځينو له پاره د بخت آزموينې ځای دی. دلته په لسونو کسان راځي او په دې پاتې شونو کې لټه کوي څو د کار يو څه پيدا کړي. لکه دغه سړی چې پوځي موزې یې موندلي دي. ځيني یې په ليلامي کې د خرڅلاو له لارې ګټې ته په تمه دي.
ښه فلز
په بګرام کې د کمپيوترونو انبار ډېر دی. د دې ډول سرکټ بورډونو ځينې ميخونه او برخې بيا کارول کيدلی شي. سربيره پر دې ځيني وخت پکې مس او آن په لږه اندازه سره زر هم موجود وي. هلته ځيني قيمتي توکي هم موندل کيږي.
د بګرام راتلونکې به څه وي؟
د هندوکش د غرونو په پلمنه کې پرته د بګرام اډه د پوځ د مقر په توګه يو اوږد تاريخ لري. له ۱۹۷۹م کال څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو هم دغه اډه د مقر په توګه کاروله. اوس چې امريکايان وځي نو د طالبانو لاسو ته د دغه اډې لوېدو په اړه اندېښنې موجودې دي. دا به د هغوی له پاره يوه ډېره مهمه ستراتيژيکه بريا وي.
د ځواکونو اخراج چې خطر ورسره مل دی
د می مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ځواکونو وتل پېل شوي دي. بهرني ځواکونه د خپلو ويجاړ کړو شيانو د ځای پر ځای کولو له پاره کافي وخت نه لري. دمګړۍ د پوځيانو د اخراج پر وخت د طالبانو د ممکنه بريدونو د ځواب ويلو له پاره درنې وسلې او اضافي عسکر لا پاتېږي. د ناټو په پريکړنده ماموريت کې ۳۶ هيوادونو ونډه لرله چې په دې وروستيو کې یې په ترڅ کې ۲۵۰۰ امريکايي او ۱۱۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې ميشت ول.
نجوني د کاري قوې په توګه
ټول لاس په کار دي: يوه نجلۍ په ويجاړو کړل شويو شیانو کې يو وسپنیز بکس موندلی دی. افغان ښځو او نجونو پر ټولو مشکلاتو سربیره چې لري یې په افغانستان کې د امريکايي له خوا د طالبانو رژيم له ړنګيدو څخه ګټه واخيستله. هغوی وکولی شول ښوونځي ته ولاړې شي او ښځو وکولی شول د هيواد په کابو ټولو ادارو کې په لوړو څوکيو کي کار وکړي.
انسانان تر شا پاتيږي
د پاته شونو په دې انبار کې ځيني موندنې يوازې معنوي ارزښت لري. ځيني یې اوس همداسې دلاسايي توکو ته اړتيا لري: د بګرام هوايي اډې په شا او خوا کې د هغه سيمه ایز کارکوونکي ميشت دي. هغوی د دې هوايي اډې له درکه خپله نفقه برابروله. ډېری به اوس د خپلو کورنيو له پاره د ژوند کولو نوې لارې چارې لټوي.
څه پاتيږي؟
په افغانستان کې د امريکا له کابو شل کلن ماموریت څخه د دې انبار پرته نور څه پاتيږي؟ د امريکا ولسمشر جو بايدن د جون پر ۲۵ نېټه له ولسمشر غني سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې کتنې پر وخت ژمنه وکړه چې «د افغانستان او امريکا مشارکت پای ته نه رسيږي.» په ميليونو افغانان به دې ته سترګې په لار وي چې بايدن خپله دا ژمنه پوره کړي.