په ایران کې لسګونه افغان مهاجر په ترافیکي پيښه کې ټپیان شوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهد ایران رسمي خبري آژانس «ایرنا» د سه شنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۰) رپوټ ورکړی دی چې په کرمان ولایت کې د افغان مهاجرو د لیږدونکي یوه بس د اوښتو په پيښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي. دغه افغان مهاجر له ایران څخه د وتلو په خاطر سرحدي سیمې ته رسیدلي ول.
د کرمان ولایت د بیړنیو خدماتو ادارې مشر سید محمد صابري ویلي دي چې دغه پيښه نن د سه شنبې په ورځ د سیمه ایز وخت مطابق سهار وختي ۲ بجې او ۱۶ دقیقې په کرمان کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په دغه بس کې په مجموع کې ۴۲ کسان سپاره ول چې ۵ یې ایراني اتباع او ۳۷ افغان مهاجر ول چې له اصفهان څخه د زاهدان پر لور روان ول او غوښتل یې افغان مهاجر د اخراجولو په موخه سرحدي سیمې ته انتقال کړي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې ده: «د ټپيانو تر ایستلو او مناسبو طبي اړینو اقداماتو وروسته، د ۲۰ ټپیانو درملنه چې په سطحي ډول زیانمن شوي و، د پيښې په ځای کې ترسره شوه او ۲۲ نور د کرمان شهید باهنر روغتون ته انتقال کړای شول.»
ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د یوه ایراني ټپي پښه پرې کړای شوې ده او پاتې نور زیانمن شوي کسان په ښه وضعیت کې دي.
د دې پيښې علت د جواز تر اندازې زیات سرعت ښودل شوی دی.
په دې وروستیو کې ایران د افغان مهاجرو د اخراجولو پروسه ګړندۍ کړې ده او هره ورځ دغه هیواد په زرګونو افغان مهاجر اخراجوي.