کوم هيوادونه د فلسطين دولت په رسميت پېژني؟
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبهد اسرائیلو او حماس جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ د يادې فلسطیني وسله والې ډلې له برید وروسته په غزه کې روانه ده، په نړیواله کچه يې هغه هڅې بیا راژوندۍ کړې دي چې فلسطینیانو ته دې خپلواکه دولت ورکړل شي.
دغه اقدام له هغې پخوانی لیدلوري سره پرېکون دی چې ویل کېدل فلسطینیان یوازې د اسرائیلو سره د یوې هوکړې له لارې کولی شي خپلواکي ترلاسه کړي.
د فرانس پرس خبري آژانس د شمېرنې له مخې، د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هيوادونو څخه ۱۴۵ هيوادونو د فلسطین دولت پېژندلی یا د پېژندنې نیت لري. په دغو کې فرانسه، کاناډا او برېتانیا هم شامل دي.
د فلسطین د دولت غوښتنې لنډ تاريخ
د ۱۹۸۸ کال د نومبر پر ۱۵ مه، د لومړۍ فلسطیني انتفاضې یا د اسرائیلي واک پر وړاندې د پاڅون پر مهال، د فلسطین مشر یاسر عرفات د بیت المقدس په پلازمېنې سره د یوه خپلواک فلسطیني دولت یو اړخیز اعلان وکړ.
هغه دا اعلان په الجزایر کې د فلسطین د ملي شورا په غونډه کې وکړ چې دوه دولتي حل یې د هدف په توګه تصویب کړ. دا د دې لپاره چې خپلواک فلسطیني او اسرائیلي دولتونه د یو بل ترڅنګ وجود ولري.
څو دقیقې وروسته، الجزایر د لومړي هېواد په توګه د فلسطين دغه خپلواک دولت په رسمي ډول وپېژانده.
په یوه اوونۍ کې په لسونو نورو هيوادونو هم پر دغه لار ولاړل او د فلسطين دولت يې په رسميت وپېژانده. په دغو کې د عربي نړۍ زيات شمېر هيوادونه، هند، ترکيه، د افریقا ډېری هېوادونه او څو مرکزي او ختیځ اروپايي هېوادونه شامل وو.
د پېژندنې بله څپه
د په رسميت پېژندنې بله څپه د ۲۰۱۰ کال په وروستیو او د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې راغله. دا هغه مهال چې د منځني ختیځ د سولې پروسه له کړکېچ سره مخ وه.
د سویلي امریکا هېوادونو لکه ارجنټاین، برازیل او چیلي د فلسطینیانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ چې د دوی د دولت ادعا ومني.
دا هغه مهال وو چې اسرائیلو په نیول شوي لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشتېدنې پر جوړولو د موقتي بندیز ختمولو پرېکړه وکړه.
په ۲۰۱۱ کې چې د سولې خبرې ټکنۍ شوې وې، فلسطینیانو د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره هڅې پیل کړې.
دا هڅه ناکامه شوه، خو د هماغه کال د اکتوبر پر ۳۱مه د ملګرو ملتونو فرهنګي ادارې (یونېسکو) تاریخي پرېکړه وکړه چې فلسطینیان د بشپړ غړي په توګه ومني، کوم چې د اسرائیلو او امریکا سخت مخالفت راوپاروه.
دغه هم ولولئ: په غزه کې د اسرائیل په برید کې د الجزیرې د "پنځو خبریالانو" وژل کیدل
د «غیر غړي څارونکي دولت» حيثيت
د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په لوی اکثریت سره د فلسطینیانو موقف د »غیر غړي څارونکي دولت« ته لوړ کړ او د فلسطین بیرغ د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر کې په نیویارک کې پورته شو.
درې کاله وروسته د جزا نړيواله محکمې هم فلسطین د دولت په توګه ومنلی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ د برید وروسته د اسرائیلو پوځي عملیاتو د فلسطین د دولت غوښتنې ملاتړ زیات کړ.
څلور کارېبیايي هېوادونو لکه جمایکا، ترینیداډ او ټوباګو، باربادوس او باهاماس او همدا شان ارمنستان په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډيپلوماتیک ګام پورته کړ.
همدارنګه څلورو اروپايي هېوادونو ناروې، هسپانیا، ایرلنډ او سلووینیا چې وروستي درې یې د اروپايي ټولنې غړي دي، هغوی هم دا پرېکړه وکړه.
په تېرو لسو کلونو کې په اروپايي ټولنه کې دا لومړی ځل و چې له سویډن وروسته (۲۰۱۴ کې) یو غړی هېواد دا ګام پورته کوي. د سویډن دغه پرېکړې له اسرائیلو سره د کلونو اوږدې ترینګلتیا راوپاروله.
نور اروپايي هيوادونه
نور غړي هېوادونه لکه پولنډ، بلغاریا او رومانیا لا په ۱۹۸۸ کې دا کار کړی و، ډېر مخکې له دې چې اروپايي ټولنې ته داخل شي.
له بلې خوا، ځینې پخواني ختیځ بلاک هېوادونه لکه هنګري او چک جمهوریت یا خو هېڅکله د فلسطین دولت نه دی پېژندلی او یا یې پېژندنه لغوه کړې ده.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د دوشنبې په ورځ وویل: «استرالیا به د فلسطیني ولس د خپل دولت حق د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وپېژني.»
فرانسې تېره میاشت وویل چې د سپتمبر په میاشت کې به د فلسطین دولت وپېژني، په داسې حال کې چې برېتانیا ویلي که اسرائیل «جدي ګامونه» وانخلي، په شمول د غزې لپاره د اوربند منل، نو دوی به هم دا کار وکړي.
کاناډا هم پلان لري چې د سپتمبر په میاشت کې د فلسطین دولت وپېژني چې د صدراعظم مارک کارني په وینا دا د سیاست یو ډراماتیک بدلون دی او اسرائیلو سمدستي رد کړ.
له نورو هېوادونو څخه چې ممکن دا پېژندنه رسمي اعلان کړي، مالټا، فنلنډ او پرتګال دی.