بریتانیا د زرونو افغانانو د انتقال مخفي پروګرام افشا کړ
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهد دغو افغانانو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي چې په افغانستان کې ېې د بریتانیا له پوځ سره کار کړی دی. د بریتانيا حکومت اوس غواړي چې دغه پټ مسیر نور وتړي.
د بریتانیا د دفاع وزير جان هيلي، وويل په ۲۰۲۲م کال کې د نژدې ۱۹۰۰۰ افغانانو چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې بریتانیا ته د تلو درخواستونه کړي ول، د هويتي اسنادو یوه مجموعه ېې په غلطۍ سره راووتل چې یوه برخه ېې وروسته پر آنلاين بڼه خپره شوه.
د اسنادو افشا کېدو د بریتانیا د هغه وخت حکومت اړ کړ چې د دغو افغانانو د انتقال له پاره يو مخفي پروګرام جوړ کړي. تر دې وروسته حکومت د محکمې له خوا داسې یو حکم ترلاسه کړ چې هيڅوک ېې باید له محتوا څخه واقف نه شي.
د بریتانیا د کارګر ګوند اوسني حکومت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۵) د یوه تصمیم په ترڅ کې دغه حکم لغو کړ تر څو دغه پروګرام عام شي. حکومت وویل چې يوې خپلواکې ارزونې ځينې کوچني شواهد ترلاسه کړي ول چې د اسنادو افشا، کېدای شوای چې افغانان د طالبانو د غچ اخيستې له لا ډېر خطر سره مخ کړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر وویل: »ما د پارلمان او ولس له پاره د شفافیت د کمښت څخه ژوره اندېښنه درلوده.«
د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ له مخې بریتانيا د افغانانو د انتقال په دغه مخفي پروګرام کې نژدې ۴۵۰۰ کسان بریتانیا ته انتقال کړل. دغه افراد د کورنيو تقریبا ۳۶۰۰ غړي ول چې د ۹۰۰ درخواستونو له مخې انتقال شول.
تمه ده د پروګرام تر تړل کېدو پورې شاوخوا ۶۹۰۰ نور کسان انتقال شي. پر دغه پروګرام په مجموعي توګه ۸۵۰ ميلیونه پوڼده چې لګښت راځي.
له مخفي پروګرام علاوه، شاوخوا ۳۶زره افغانان د نورو پروګرامونو له لارې هم بریتانيا ته انتقال شول.
بریتانیا په ۲۰۰۱م کال کې د القاعده شبکې پر ضد د نړېوال ماموریت په چوکاټ کې خپل ځواکونه افغانستان ته واستول. د عملیاتو په اوج کې د بریتانوی ځواکونو شمېر نژدې ۱۰زرو ته رسېده. دغه ځواکونه تر ډېره د افغانستان په هلمند ولایت کې مستقر ول. د بریتانیا پوځ په افغانستان کې خپل محاربوي عملیاتونه په ۲۰۱۴م کال کې پای ته ورسول. په مخفي پروګرام کې د راانتقال شوو افغانانو په ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې ېې له دغو ځواکونو سره کار کړی و.