د حامد الحق د جنازې مراسم د زرونو خلکو په ګډون ترسره شول
۱۴۰۳ اسفند ۱۱, شنبهد پېښور ښار ته څېرمه په حقانیه دارالعلوم کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د فبروري ۲۸مه) شوي ځانمرګي برید کې ۷ کسان ووژل شول چې په هغو کې د دغې دينی مدرسې مشر، حامدالحق، هم شامل و. د پاکستان پولیس وايي د بریدګر موخه هم حامد الحق و. پولیسو په سر کې ويلي و چې په دغه برید کې له لسو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره ورځ دغه برید وغانده.
یاده ديني مدرسه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار ختيځ ته په شاوخوا ۶۰ کيلومترۍ کې په اکوړه خټک علاقه کې واقع ده.
په دې هکله نور ولولئ: د پاکستان پولیس: په حقانیه مدرسه کې ځانمرګي بريد ۴ کسان وژلي
اسوشتید پریس د پېښور له اکوړه خټکه لیکي چې د جنازې مراسم د مدرسې په عمومي هال کې ترسره شول، خو دا چې خلک ډېر ول په شاوخوا کوڅو کې هم ولاړ ول. مراسمو ته د پولیسو او د مدرسې زده کونکو له خوا کلک امنيتي تدابیر نيول شوي ول او له کومې پېښې پرته ترسره شول.
حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی و. سمیع الحق ته د افغان طالبانواو پاکستاني طالبانو د موسس په سترګه هم کتل کیږي. د وروستو څو لسیزو په جریان کې د افغان طالبانو ګڼ شمېر مشرانو په حقانیه دارالعلوم کې زده کړې کړي دي.
پر حامد الحق د شوي ځانمرګي برید مسئولیت چا نه دی منلی.
نور ولولئ: د پاکستان پوځ په کرک کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کړې
پاکستاني چارواکو د مشکوک ځانوژنکي بریدګر یو انځور خپور کړی او له خلکو ېې غوښتې چې د هغه د نوم، والدین او د اوسېدو ځای په هکله معلومات ورکړې او په بدل کې ېې پنځه لکه پاکستانۍ کلدارې (۱۷۸۷ امریکايي ډالر) انعام ټاکلی دی.
په پاکستان کې د جمعې په ورځ په حقانيه دارالعلوم کې د شوي ځانمرګي برید علاوه درې نورې حملې هم شوي چې د هغو له جملې یوه بله ېې هم په مسجد کې شوې. دغه حملې د رمضان مبارکې میاشتې یوازې یوه ورځ مخکې شوي دي.