طالبان: ۱۸۰۰ افغان کډوال مو په قطر کې د کار له پاره ثبت کړي
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبهد طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت يوه وياند د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۳مه) وويل چې له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوي ۱۸۰۰ بې روزګاره افغانان یې له قطر هېواد سره د کارګرو د يوه تړون له مخې په دغه هېواد کې د کار موندنې له پاره ثبت کړي دي.
اړونده موضوع: طالبان د بې کارۍ کمولو په موخه افغان کارګران قطر ته لېږي
دا پروګرام په افغانستان کې د بې روزګارۍ ستونزې ته د ځواب ويلو په موخه پر لاره اچول شوی او طالبانو ويلي دي چې له نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارت، عمان، ترکیې او روسیې سره هم د کارګرو د ليږدولو په اړه خبرې اترې رواني دي.
په څلورو سترو ښارونو کې نوم ليکنه
تېره مياشت په قطر کې د خوړو او ميلمه پالنې صنعت په برخه کې د دندې له پاره ۳۱۰۰ افغانانو نوم ليکنه کړې وه. د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په څلورو سترو ښارونو کې يوه ورځ د هغو افغانانو د نوم ليکنې له پاره ځانګړې شوې وه چې له ایران او پاکستان څخه اخراج شوي دي.
د روان میلادي کال له پېل راهېسې له ایران او پاکستان څخه لږ تر لږه دوه میليونه افغانان تر هغه وروسته بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې د دواړو هېوادونو حکومتونو د هغو بهرنيو اتباعو د ايستلو له پاره کمپاينونه پر لاره واچول چې په دغو هېوادونو کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري خو هغه چې په زور شړل شوي زياتره یې افغانان دي.
اړونده موضوع: محمد نبي له ایرانه راستنو شویو افغانانو سره ۱ میلیون افغانۍ مرسته وکړه
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وياند سميع الله ابراهيمي، وويل چې د کابل، هرات، ننګرهار او کندهار ولايتونو په مرکزونو کې هغو راستنو شويو کډوالو چې د مهاجرت سندونه ورسره ول، کولی شول ځانونه راجستر کړي څو په قطر کې د کار موقع ترلاسه کړي.
نوموړي وويل: «د کار ویزې په ۲۲ مختلفو څانګو کې دي او د دې راستنو شويو بې روزګارو افغانانو له پاره ۱۸۰۰ ویزې موجودې دي.»
په کابل کې د نوم ليکنې د يوه مرکز مخې ته په لسونو نارينه په کتارونو کې ولاړ وو. له دوی څخه یې یوه پويان احمدي چې له ایران څخه راستون شوی دی، وويل چې د طالبانو له حکومته غواړي چې په دې تړاو له نورو هېوادونو سره هم خبرې وکړي. هغه زياته کړه: «دلته په افغانستان کې هیڅ کار نشته او د کاري فرصتونو کمښت ليدل کيږي.»