طالبانو په کابل کې په عام محضر کې ۱۶ کسان په درو وهلي
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبهد طالبانو اداري محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یوازې د سه شنبې(د اګست ۱۲ نیټه) په ورځ ۱۶ کسان د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خلکو په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
د دې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان د الکولي مشروباتو، چرسو، نشه کوونکو تابلیتونو د پیر او پلور او قاچاق په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
د طالبانو د محکمې په وینا، دغه کسان په کابل کې د نشه یي توکو د مخنوي د ابتدایي محکمې د حکم په اساس له ۱۰ تر ۳۹ درو وهل شوي دي او سربیره پر دې له ۸ میاشتو نیولی بیا تر ۳ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.
دغه حکم د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملی شوی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمایي کې یو وار بیا په افغانستان کې د واک له نیولو وروسته په سلګونو ښځې او نارینه په بدني یا جسماني ډول مجازات کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو له پرله پسې نیوکو سربیره، طالبانو د قتل، غلا او زنا په تور د خلکو په عامه محضر کې په وار وار د قصاص، په درو وهلو او نورې بدني سزاګانې عملي کړي دي.
طالبان چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې کې په افغانستان کې واکمن دي، پنځه سړي چې د مرګ په سزا محکوم شوي ول، په عام محضر کې اعدام کړي دي.
د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزادهپه افغانستان کې په بشپړ ډول د اسلامي شریعت د قوانینو د عملي کولو ژمنه کړې ده.
د بشري حقونو ډیر شمیر سازمانونو د دا ډول مجازاتو پر عملي کولو شدید انتقاد کړی دی او ورته د پای ټکي ایښودلو غوښتنه یې کړې ده.
سربیره پر دې د بشري حقونو کارپوهان انتقاد کوي چې د طالبانو په اداره کې محاکم په منصفانه ډول نه ترسره کیږي او تورن کسان مدافع وکیل او حقوقي ملاتړ ته لاس رسی نه لري.