امريکايي احتجاج کوونکي: «د خلکو ساتنه وکړئ، نه د وسلو.»
۱۴۰۱ خرداد ۲۲, یکشنبهپه زرګونو امریکایانو د شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۱۱ نیټه) د وسلو لرلو د قوانینو سختولو په حق کې مظاهرې وکړې. د مظاهرو د په لاره اچونکو په خبره یوازې په واشنګټن کې شاوخوا ۴۰ زرو کسانو په دغو احتجاجونو کې ګډون کړی و.
په هغو پلاکاټونو کې چې اعتراض کوونکو له ځان سره لیږدول لیکل شوي وو «د خلکو ساتنه وکړئ، نه د وسلو.» پر نورو پلاکارټونو بیا لیکل شوي وو «نور نو بس دی.» په مجموع کې ۴۵۰ احتجاجي غونډې ترسره شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې له مظاهره کوونکو سره یوځای کیږي.
دغه مظاهرې «زمونږ د ژوند له پاره مارش (March for Our Lives)» سازمان له خوا په لاره اچول شوي دي. دغه سازمان په ۲۰۱۸م کال کې په فلوریډا کې د ډزو د قربانیانو د کورنیو له رامنځته شوی دی.
په دې وروستیو اونیو کې په امریکا کې یو شمیر وسله وال بریدونه ترسره شوي دي. د می میاشتې په نیمایي کې یو ۱۸ کلن ځوان په ټګزاس ایالت کې پر ښوونځي برید وکړ او ډیر شمیر کسانو ته یي مرګ ژوبله واړوله. دا ښوونځی د سن آنتونیو په لویدیځ ۱۳۵ کیلوترې کې د یووالد په ښارګوټي کې موقعیت لري. د دې پيښې ۱۹ قربانیان د لومړني ښوونځي ماشوم زده کوونکي او ۳ تنه لویان ول.
د امريکا په يوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي
تر دغه خونړي برید وروسته د کریس مورفي په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات سناتورانو یوه ډله د وسلو په قوانینو کې د اصلاحاتو په هکله د مذاکرې په حال کې دي.
په تیرو وختونو کې محافظه کاره جمهوریت غوښتونکو په وار وار په امریکا کې د وسلو د قوانینو د سختولو مخه نیولې وه. د تګزاس ایالت د یووالد ښارګوټي د ډزو تر پيښې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له خلکو وغوښتل چې د ناریه وسلو د لابي پر وړاندې دې لاس په کار شي.
بایډن اوس هیله مند دی چې د ماشیندار ډوله وسلو د منع پورې اړوند قوانین تصویب او د وسلو د پيرودلو له پاره دې حد اقل سن ۲۱ کاله وټاکل شي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا