لاوروف: په ریاض کې له امریکا سره خبرې «ګټورې» وې
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهد اسوشتید پریس خبري آژانس د روسي چارواکو له قوله لیکي چې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې د روسيېاو امریکا تر منځ لیده کاته پای ته رسیدلي. سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د روابطو پر ودې او په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره د مذاکراتو باندې خبرې کړي.
خو د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، ويلي چې هېواد به ېې له حضور پرته هر ډول توافق چې له روانې اوونۍ څخه د اوکراین په هکله خبرو اترو کې کيږي ونه مني. د اوکراین اروپايي متحدینو هم اندېښنه ښوولې چې دوی په دغو خبرو اترو کې څنډې ته ټېل وهل شوي دي.
ورته نور ولولئ: د پاريس غونډه: د اوکراين په اړه د ځوابونو پر ځای د نورو پوښتنو رامنځته کیدل
روسیې د سه شنبې په ورځ د فبروي ۱۸مه وویل چې په سعودي عربستان کې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د شوو خبرو اترو وروسته، واشنګټن د مسکو د موقف په هکله «بهتره» پوه شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزير تر دغو خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې بحثونه «ډېر ګټور» ول. دا پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل وروسته د مسکو او واشنګټن تر منځ لومړی ځل خبرې اترې دي.
ورته نور ولولئ: د امریکا او روسیې خبرې اترې د سه شنبې په ورځ په ریاض کې
لاوروف زیاته کړه: «موږ یوازې خبرې وانه ورېدې بلکې یو بل ته مو واورولې او زه ېې دلیل لرم چې امریکايي لور زموږ د موقف په هکله بهتره پوه شوی دی.»
لاروف وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ته ېې وویل چې دوی د اوربند د ېو شرط په توګه اوکراین ته د اروپايي اتحاديې تر بېرغ لاندې د ناټو د هر غړي د سرتېرو له استولو سره مخالف دی. هغه زیاته کړه: «دا په یقین سره زموږ له پاره د منلو نه ده.»
ورته نور ولولئ: عربستان: اوکراين په تړاو د ټرمپ او پوټين د مذاکراتو کوربهتوب ته چمتو يو
لاوروف وویل چې دواړو خواوو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د مذاکراتو پر پیلولو توافق وکړ.
رپوټونه وايي دا چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ به کله کتنه کيږي، نيټه يې تر اوسه نه ده روښانه.