د ايران عدليه: مذهبي پوليس منحل کړل شول
۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي د ايران عدليې ادارو ويلي دي چي د «گشت ارشاد» يا مذهبي پوليسو اداره منحل کړل شوې ده. دا خبر په داسي حال کي خپريږي چي له دوو مياشتو راهيسي په ايران کي پراخ احتجاجونه دوام لري. په تهران کي د »گشت ارشاد« پوليسو کُردۍ مېرمن جينا مهسا اميني د روان کال په ۱۳ سپتمبر په داسي حال کي راگرځولې او بيا يې له ځان سره بېولې وه چي هغې گواکي په تعريف شوې توگه حجاب نه وو مراعات کړی. د پوليسو د توقيف څخه دغه مېرمنه روغتون ته انتقال کړل شوه چيري چي هغې ساه ورکړه. د هغه وخت راهيسي په ټول ايران کي د دولت او د مېرمنو په وړاندي د محدوديتونو پر ضد احتجاجونه ادامه لري.
ايران: د اعتراضونو دوام؛ د دوو نورو تنکيو ځوانانو وژل
د «گشت ارشاد» د پوليسو دنده دا وه چي په ولس کي کنټرول وکړي چي هغوی د دولت د ټاکل شوي اخلاقي او ديني چوکاټ له مخې سمي جامې اغوندي که نه. دغې ادارې ته د حجاب د کنټرول اداره هم ويل کېدله. د ايران دغه اداره د »امر بالمعروف او نهی عن النمکر« دنده لرله.
په ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب وروسته لا په ايران کي پر ښځينه او نارينه و څار پېل شو چي اخلاقي جامې اغوندي که نه. په ۱۹۸۳ کال له کور څخه دباندي تلو په صورت کي پر مېرمنو د حجاب لرلو مکلفيت وضع کړل شو. خو د «گشت ارشاد» د پوليسو اداره د هغه وخت د ولسمشر محمد احمدي نژاد په دوره کي تاسيس کړل شوه. د دغې ادارې مقصد د «دوديزو اخلاقو او د حجاب» د کنټرول وظيفه وه. دغه اداره د عالي فرهنگي شورا له خوا جوړه کړل شوې وه. د دغې شورا اوسنی رئيس ولسمشر ابراهيم رئيسي دی.
د «گشت ارشاد» يا د ايران د مذهبي پوليسو چارواکو له ۲۰۰۶ کال راهيسي د حجاب کنټرول کاوه. د دغې ادارې نرينه چارواکو په زرغون يونيفورم او ښځينه چارواکو يې په تور يونيفورم کي گزمه کوله.
آ./ا.ا./ن.ص.