واشنګټن؛ په دوو ټکر شوو الوتکو کې ټول سپاره کسان مړه شوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعهد امریکا د ترانسپورټ د خونديتوب ملي بورډ د مساپروړونکې CRJ700 د پيلوټ د ثبت دستګاه کې پر ثبت شوو غږونو او د پرواز اړوند ثبت شوو معلوماتو باندې د څېړنو په حال کې دی. د چارواکو په حواله په دغه الوتکه کې سپاره ۶۰ مساپر او د الوتکې ۴ عملې ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پوځي چورلکه کې سپاره درې کسان هم مړه شوي دي.
چارواکو تر اوسه د پېښې لامل مشخص کړی نه دی. دغه ټکر داسې وخت وشو چې یادې محلي مساپر وړونکې الوتکې غوښتل د واشنګټن رونالد ریګن ملي هوايي ډګر کې ناسته وکړي.
رپوټونه وايي د الوتکو د ټکر دغې پېښې د امریکا متحده ایالاتو د پلازمېنه واشنګټن کې د هوايي خوندیتوب په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي. په دغه پېښه کې ېوې پوځي چورلکې او د یو امریکايي هوايي شرکت یوې مساپروړونکې الوتکې ټکر وکړ. څېړونکي لا هم خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوي تر څو د پېښې د رامنځ ته کېدو په هکله معلومات او لاملونه پیدا کړي.
د واشنګټن اطفائېې ويلي چې لامبو وهونکو د پوټاميک سیند په اوبو کې چېرته چې ټکر شوې الوتکې پکې غورځېدلې، ټوله شپه د نجات عملیات مخه ته وې وړل. اطفائيې زیاته کړې چې د لامبو وهونکو تازه هڅې د الوتکې د تور بکس او نورو مهمو اجزاو د موندلو په موخه وې او چارواکي په سیمه کې حضور لري: «د محلي او ایالتي څېړونکو او د هغوی د فدرالي همکارانو کشتیانې به د امنیت او د اوبو سطحې د څارنې له پاره ټوله شپه د پېښې په ځای کې پاتې ول.»
په دې منځ کې د مسافر وړونکې الوتکې تور بکس موندل شوی دی.
ورته نور ولولئ: په واشنگټن کي د دوو الوتکو ټکر؛ ۱۸ جسدونه راایستل سوي
د فرانسې خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې ویلي چې پلټونکو د مساپروړونکې الوتکې توربکس د پنجشنبې په ورځ پیدا کړ. امریکايي رسنیو د پنجشنبې په ماښام خبر ورکړ چې تر اوسه د څه باندې ۴۰ کسانو مړي موندل شوي او د نورو مړو د موندلو او پېژندلو له پاره هڅې روانې دي.
د امریکا پوځ ويلي چې د پوځي چورلکي له پاره حد اکثر ارتفاع چې هغه ېې ونیسي ۲۰۰ فوټه (۶۱ متر) وه، خو کېدای شي هغې تر دې لوړه ارتفاع اخیستې وي. دا په داسې حال کې ده چې د «فلایت رادار۲۴» په نوم د پروازونو د تعقیب وېب پاڼه وايي چې ټکر په شاوخوا ۳۰۰ فوټه ارتفاع کې شوی دی.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پرته له کومو شواهدو ويلي چې د دموکراټانو له لوري د «تنوع، تساوي او شموليت» شوې هڅې، کیدای شي په دغه پېښه کې یو مهم رول لرلی وي.
د ترمپ دغو څرګندونو دموکراټان په غوصه کړي او نیوکې یې پرې کړي دي. جمهوري غوښتونکی ترمپ چې د جنوري په ۲۰مه ېې د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، ژمنه کړې چې سپينې ماڼۍ ته له تلو سره به کار اهل کار ته د سپارلو پروګرام عملي کوي.
په دغه پېښه کې ټکر شوې چورلکه بلیک هاک ده چې د امریکا یوه پوځي چورلکه ده. بلیک هاک خپل تولید په ۱۹۷۹ کې پیل کړ چې دا وخت په ټوله نړۍ کې ېې شاوخوا ۵۰۰ فرونده موجودې دي.
د امریکا پوځ له دغو چورلکو په خپلو د افغانستان، عراق، پاناما او ګرانادا پوځي ماموریتونو او همدارنګه د ۲۰۱۱ کال په می کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن ضد عملیاتو کې استفاده کړې ده. دغه ځانګړي عملیات د پاکستان په ایبت آباد کې ترسره شول چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو.
په واشنګټن کې د چهارشنبې ماښام پېښه کې ټکر شوې بله الوتکه د امریکايي هوايي شرکت بمباردیه سي جي آر-۷۰۰ شرکت اړوند ده چې ځايي متوسط او اوږده پروازونه کوي.