تل ابیب: غزه کې د جګړې د نوي پلان پر ضد د خلکو پراخ لاریون
۱۴۰۴ مرداد ۱۹, یکشنبهد آلمان خبري آژانس د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه لاریون د شنبې په ورځ ترسره شو چې حماس ډلې سره د اسرائيلي یرغملانو د خپلوانو د یو فورم له خوا په لاره اچول شوی وو.
د یرغملانو کورنۍ اندېښنه کوي چې په غزه کې د اسرائیل د نوي پلان مطابق پوځي عملیات به د دوی د یرغملانو ژوند په خطر کې واچوي. تر دې مخکې د اسرائيل د پوځ یوه لوړپوړي جنرال هم ورته اندېښنه ښوولې وه.
د لاریون له ګډونوالو د وژل شوي یرغمل، یوسی شرابي، مېرمن نیرا شرابي وویل: «زما یوسي د جګړې د شدت له کبله ووژل شو.» دغې کونډې زیاته کړه چې مېړه ېې «د هوايي ځواکونو پر ېوه توغندي په کوم ځای کې چې هغه ساتل کېده ووېشتل شو.»
د نتنیاهو نوي جنګي پلان
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو امنيتي کابینې د جمعې په ورځ د غزې ښار د نېولو په موخه د پوځي عملیاتو د پراخولو پلان تصویب کړ. غزه د فلسطینیانو د سیمې تر ټولو ستر ښاري مرکز دی چې په روانه جګړه کې په کنډوالې بدل شوی دی. د دغه ښار نیول کېدای شي پر ټولې غزې تړانګه کنټرول ممکن کړي.
اسرائيل په دې باور دی چې یرغمل شوي کسان د دوی له کنټرول بهر علاقو کې ساتل کيږي چې د غزې ښار هم پکې راځي.
اسرائیلي چارواکي اټکل کوي چې د حماس په قید کې ۵۰ یرغملان پاتي دې چې باور کيږي نژدې ۲۰ تنه ېې ژوندي پاته دي. تر دې مخکې د اسرائیل او حماس تر منځ د بندیانو او یرغملانو تبادله شوې ده.
په غزه کې روانه څه کم دوه کلنه جګړه هغه وخت پیل شوه چې د حماس ډلې جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیل حمله وکړه چې پکې ېې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ ډېر ېې یرغمل کړل.
د حماس غبرګون
اسرائیل د حماس د دغې حملې په غبرګون کې پر غزې تړانګه درنې حملې پیل کړې. په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا ادارې د ارقامو پر اساس په دغو حملو کې له ۶۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
په عین وخت کې پر نتنیاهو په غزه کې د تلفاتو د لوړېدا او پراخې لوږې په دليل، د سولې تړون له پاره نړېوال فشارونه مخ پر ډېرېدو دي. د رپوټونو مطابق، حماس د اسرائیل د وروستي اقدام په غبرګون کې ويلي و چې د فلسطینیانو مقاومت به ادامه ولري.
له آرشیف څخه