«په افغانستان کي د رسنیو پر وړاندي د طالبانو تشدد ډیر سوی»
۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبهنوموړي سازمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپريل لومړۍ) په نیویارک کي څرګنده کړه چي، شاوخوا شپږمیاشتي مخکي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو له پیل راهیسي د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندي بریدونه او اخطارونه ډیر سوي دي. دغي موضوع د احتمالي سولي په یوه تړون کي د مطبوعاتو او بیان په آزادي پوري مربوطي اندیښنې ډیري کړي دي.
د بشري حقونو سازمان، هیومن رایټ واچ په دغه رپوټ کي راغلي: »په هغو سیمو کي چي د طالبانو نفوذ ډیر دی د زورزیاتي، اخطارونو، بیرولو او زورزیاتیو مثالونه مخ پر ډیریدو دي. همدارنګه په کابل کي هم ورته حالت لیدل کیږي.« خو هغو ژورنالیستانو ته هم اخطارونه ورکول کیږي چي د طالبانو له کنترول څخه وتلو سیمو کي ژوند کوي. داسي ښکاري چي طالبان ددغو ژورنالیستانو د فعالیت او د هغوی د کورنیو په اړه کافي معلومات په لاس کي لري.
په خاص ډول هغه ښځي چي په ټلویزیون او راډیو کي کار کوي، له سخت خطر سره مخامخ دي. پر دغو ښځینه ژورنالیستانو باندي نه یوازي له دې کبله حملې کیږي چي هغوی رپوټونه وړاندي کوي، بلکي له دې کبله هم چي هغوی له کور څخه دباندي کارونه کوي.
د بشری حقونو په سازمان کي د آسیا کارپوهه، پاتریسیا ګوسمن وايي چي، د خبرداریو او تشدد یوې څپې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کي د وحشت سیوری غوړولی دی.
افغان حکومت او طالبان له تیر مني راهیسي په دوحه کي د سولي په هکله خبري کوي. په دغو خبرو اترو کي اکثراً ځنډ راځي، خو په افغانستان کي بریدونه عادي خبره گرځېدلې ده.
هیومن رایتس واچ د خپل دغه رپوټ په خاطر د ۲۰۲۰م کال د نوومبر او ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتو ترمنځ له ۴۶ افغان ژورنالیستانو څخه پوښتني کړي دي چي څلورو تنو یې د اخطارونو تر تر لاسه کولو وروسته هیواد پرې ایښی دی.
په اکثرو دغه ډول پیښو کي ژورنالیستان په ساعتونو او یا هم د شپې په تیرولو سره د طالبانو له خوا بندیان ساتل سوي دي. خو په دوحه کي د طالبانو سیاسي دفتر دغه ډول تورونه رد کړي او زیاتوي چي ژورنالیستان باید اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.
GP/NZ/AG