د طالبانو د سرپرست حکومت پای؛ د ملا هبت الله پیغام څه وو؟
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعهد طالبانو د بیا واکمنیدو په څلورمه کلیزه کې، د دې ډلې مشر د طالبانو د سرپرست حکومت د ختمېدو اعلان وکړ. شننوونکي وايي چې نور د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو په ګډون د حکومت جوړېدو هیله نه شته.
د دوحې تړون، چې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوی وو، په شرطونو کې یې د یوه «ټول شموله» حکومت جوړیدل شامل وو. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه نیټه د امریکا له ملاتړه د برخمن حکومت په نسکورولو سره خپله کابینه اعلان کړه. په تېرو څلورو کلونو کې د ډلې خپله هغه غړي چې د وزارتونو په رأس کې ول د «سرپرست» په توګه یادول. په وروستیو وختونو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هم ویلي وو د یو لړ سیاسي ملاحظاتو له امله حکومتي اداره لا هم سرپرسته پاتې شوې ده.
اړونده موضوع: په افغانستان کې د طالبانو څلور کاله واکمني او د خلکو کړاو
شنونکي وايي، له دې امله چې طالبان په افغانستان کې کوم سیاسي رقیب نه لري او نړیواله ټولنه هم پر دوې باندې د فشار په راوستلو کې پاتې راغلي دي، نو دغې ډلې د سرپرستۍ د دورې د پای اعلان وکړ.
د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي، دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «طالبان په تیرو څلورو کلونو کې دې پایلې ته ورسیدل چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه نه شي کولی پر دوی باندې فشار راوړي نو له همدې کبله هر څه چې غواړي ترسره کوي یې.»
سعیدي زیاته کړه چې تر دې مخکې طالبانو داسې انګیرل چې ملګري ملتونه به د دوحې تړون پر عملي کیدو ټینګار وکړي او په دې ترتیب سره به ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي او د بشري حقونو تر شا به هم ودریږي. د دغه کارپوه په اند ملګري ملتونه په دې کار نه دي توانیدلي نو له دې کبله طالبان هم په دې باور دي چې «ملګري ملتونه یوازې تشي خبرې کوي».
د شنونکو په باور یو حکومت هغه وخت کولی شي چې د سرپرستۍ له حالته ووځي چې د ټاکنو له لارې مشروعیت ترلاسه کړي. د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده، بیا د جمعې په ورځ د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوې خپره شوې بیانیه کې د کابیني سرپرستي پای ته رسولې ده.
اړونده موضوع: طالبانو دویم ځل واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه ولمانځله
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه نیټه په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشري د نړیوالو ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته، د دغه هیواد واک ترلاسه کړ. دې ډلې له هغه وخت راهیسې د ګن شمیر فرمانونو له لارې پر ښځو باندې د محدوديتونو د وضع کولو په ګډون، ډیر شمیر سخت قوانین او محدودیتونه وضع کړي دي. له همدې کبله طالبان د نړیوالې ټولنې او ډیر شمیر افغانانو له نیوکو سره مخامخ دي.