طالبان د مشهور کابل سرینا هوټل د مدیریت چارې په غاړه اخلي
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبهسرینا هوټل د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبانو ته د دغه هوټل د سپارلو خبر ورکړی دی. د دې هوټل د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي «د سرینا هوټل د ۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه خپل فعالیتونه ځنډوي.»
د سرینا هوټل له ۲۰۰۵م کال راهیسې د کابل په زړه کې فعالیت لري او د آغا خان د اقتصادي پراختیایي صندوق پورې تعلق لري. سرینا هوټل د سوداګریزو او بهرنیو مېلمنو په منځ کې ځانګړی محبوبیت لري.
د دې هوټل په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د کابل سرینا هوټل په ۲۰۰۵ کال کې د پرانیستل کیدو راهیسې، د ټولنیز جوړښت یوه نه بیلیدونکې برخه، په ښار کې شانداره موجودیت او د افغانستان له خلکو سره زموږ د نه ماتیدونکي ژمنتیا سمبول دی.»
د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په دې اړه د فرانسې خبري آژانس د خبریالانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی او رسنیو هم د شنبې په ورځ د دې رپوټ تر جوړیدو پورې دې هوټل ته د ننوتلو اجازه نه درلوده.
د کابل سرینا هوټل په تیرو وختونو کې دوه واره د طالبانو له خوا تر برید لاندې راغلی دی. په ۲۰۱۴م کال کې د جمهوري ریاست له ټاکنو یوازې څو ورځې مخکې څلور وسله وال کسان په خپلو بوټونو کې د تفنګچو په ځای پرځای کولو سره توانیدلي ول چې له څو امنیتي تالاشیو څخه تیر او هوټل ته ننوځي.
په دغه برید کې ۹ کسان، د هغو له ډلې د فرانسې خبري آژانس یو خبریال او د کورنۍ دری غړي یې وژل شوي ول.
په ۲۰۰۸ م کال کې بیا پر دغه هوټل د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه برید ته د حقاني شبکې پورې چې مشر یې د طالبانو د ادارې اوسنی د کورنیو چارو وزیر دی ارتباط ورکول شوی و.