ستانکزی: د نجونو د زده کړو منع کولو له پاره هیڅ بهانه نشته
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبهد طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی په خوست ولایت کې د یوې وینا په ترڅ کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل د ممنوعیت پر لغوه کولو ټينګار کړی دی.
ستانکزي د دیني مدرسي په یوه غونډه کې ګډون کوونکو ته وویل چې د ښځو او نجونو له تحصیل څخه د انکار کولو له پاره هیڅ دلیل شتون نه لري: «لکه پخوا چې ورته هیڅ توجیه نه وه، اصلاً نه باید موجوده وي.»
طالبان په ۲۰۲۱م کال کې واک ته له رسیدو وروسته په لومړي سر کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړل او بیا یې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر تحصیل بندیز ولګولو.
ستانکزي په هغه ویډیو کې چې په خپل ایکس ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ده ویلي: «مونږ یو وار بیا له خپلو مشرانو غواړو چې د علم دروازې باید پرانیزي. مونږ له ۴۰ میلیونه نفوس څخه د ۲۰ میلیونو په مقابل کې بې عدالتي کوو او له خپلو ټولو حقونو څخه یې محروموو. ټوله نړۍ مونږ سره پر همدې مشکل اخته ده، همدغه انتقاد پر مونږ کوي، خو مونږ چې په کومه لار روان یو، دا زمونږ د طبیعت خبره ده نه د شریعت.»
دا لومړی ځل نه دی چې ستانکزی د نجونو او ښځو د تحصیل حق خبره کوي. نوموړي د ۲۰۲۲ م کال په سپټمبر کې یو کال وروسته له هغې چې د متوسطې او لیسې دورې نجونې له زده کړو منع شوي ول او له تحصیل څخه لا نه و منع شوي، دې ته ورته څرګندونې کړې وې.
خو د نوموړي دغه تازه دریځ، په سیاست کې د بدلون راوستلو او د طالبانو له رهبر ملا هبت الله اخندزاده څخه په مستقیم ډول په خپل ډول کې د هغه لومړۍ غوښتنه بلل کیږي.